سره شوي الوګان (چپس) سترې روغتيايي ستونزې را ولاړولی شي

روغتیا

سره شوي الوګان (چپس) سترې روغتيايي ستونزې را ولاړولی شي

580

په يوه علمي راپور کې چې پايلې يې په وروستيو کې خپرې شوي، روغتياپوهانو په ستره کچه د سره شويو الوګانو يا چپسو له خوراکه خلک وېرولي دي.

هغوی څرګنده کړې ده، چې غوړو کې سره شوي الوګان يا چپس د وزن په ډېرېدا او چاغښت کې ستره ونډه لري، چې له امله يې ښایي سترې روغتيايي ستونزې راولاړې شي، لکه د زړه ناروغي او د وينې د رګونو پرنډېدل.

روغتياپوهانو د دې لامل په الوګانو کې په ستره کچه د شکرې شتون بللی دی. د روغتيا او تغذيې د ډګر مسلکي پوهانو دې ته اشاره کړې چې په دې څېړنې «وېروونکي حقايق را سپړلي دي»!

په دې برخه کې د انګلستان پوهانو موندلې چې سره شوي الوګان يا چپس د ۱۹ ټوټو په اندازه شکره لري، چې دا د متوسط حجم لرونکې کوکاکولا يوه دبلي کې د موجودې شکرې درې برابره کېږي. دا په داسې حال کې ده چې په تازه څېړنو کې ويل شوي چې يوازې يو دبلی مشروب د زړه پر ناروغۍ د اخته کېدو لپاره بسنه کوي.

پوهانو په يوه بله طبي څېړنه کې د کاربوهايډرايټ لرونکو خوړو په اړه څرګندونې کړي، هغوی ويلي چې الوګان په ستره کچه خوږه لري، چې بدن کاربوهايډرايټ پر ګلوکوز بدلوي چې له امله يې د شکرې پر ناروغانو اغېز پرېوځي.



اعلان