د لومړۍ نړیوالې جګړې د پای سل کاله پوره شول

د پرون کيسه

د لومړۍ نړیوالې جګړې د پای سل کاله پوره شول

90

د لومړۍ نړیوالې جګړې د رسمي پای ته رسېدو او د متارکې د لاسلیک سل کاله پوره شول.

د انساني تاریخ دغه خونړۍ جګړه د ۱۹۱۴ ز کال د جولای په ۲۸ مه پېل او د ۱۹۱۸ ز کال د نومبر په ۱۱ مه پای ته رسېدلې.

د دغې ورځې د یاد نمانځلو په پار د اویا هېوادونو مشران د فرانسې پاریس کې راټول شوي، خو داسې مهال چې نړۍ کې ډېپلوماټيک کړکېچ او نشنلېزم په زور کې دي.

د لومړۍ نړیوالې جګړې د پېل په لاملونو کې یو هم د هغه مهال نشنلېستي افکار ښودل کېږي.

پاریس کې جوړو شویو مراسمو ته د امریکا او د روسیې د مشرانو په ګډون د نړۍ نور پياوړي مشران هم ورغلي وو. تمه وه چې ډونلډ ټرمپ به د پوځیانو هديرې ته ورشي، خو د هوا د خرابۍ له امله يې و نه کړای شول.

ټرمپ داسې مهال فرانسې ته سفر کوي چې د فرانسې ولسمشر مېکرون د اروپايي ناټو د جوړولو خبرې کوي. د مېکرون دغو څرګندونو ټرمپ غوسه کړی.

لومړۍ نړیواله جګړه کې څلوېښت میلیونه خلکو زیان اوښتی و. د پنځلس او نولس میلیونو تر منځ انسانان وژل شوي او تر درویشت میلیونو پورې انسانان په کې ټپيان شوي وو.

وژل شویو کې اته میلیونه ملکیان و. له دغو اتو میلیونو څخه شپږ میلیونه د جګړې له امله د رامنځته شوې وچکالۍ او ناروغۍ په پایله کې مړه شوي. پاتې وژل شوي کسان عسکر دي.

دغه جګړه کې جرمني، عثماني ترکیه او یو شمېر هېوادونه یوه خوا وو. بل خوا، برتانیه، فرانسه، روسیه او د امریکا په ګډون نور هېوادونه بل خوا و.

د جګړې یوه تر ټولو مهمه پایله د برتانویانو له لوري د منځني ختیځ د هېوادونو نیول و. د دغې جګړې په اوږدو کې د بالفور اعلامیه هم صادره شوه چې مهمه موخه يې په فلسطین کې د یوه اسراییلي دولت د جوړولو اعلان او ملاتړ و.

بله مهمه پایله يې د جرمني بشپړ کونج ته کول او تسلیمي وه چې بیا جرمني کې د هټلر په څېر دېکتاتور راوزېږېد او دویمه نړیواله جګړه يې د جبرانولو په موخه پېل کړه.



اعلان