د نړۍ تر ټولو خطرناکه ښکاري پیشو وموندل شوه

پام وړ

د نړۍ تر ټولو خطرناکه ښکاري پیشو وموندل شوه

314

دغه تصویر چې تاسو يې ګورئ، د کومې عادي پیشو نه دی. دا د نړۍ د تر ټولو وینه څښوونکې پیشو تصویر دی چې د زمریو او پړانګانو په نسل کې يې د ډېرې چټکې او بې رحمه پیشو نوم ګټلی.

دا پیشو د سویلي افریقا په ځنګلونو کې موندل شوې چې د تورو پښو لرونکې پیشو ورته ویل کېږي.

ماهرینو پي بي ایس نېچر ته په یوه ویډيو کې څرګنده کړې چې دا پیشو په یوه شپه کې له لسو تر څوارلسو پورې کوچني الوتونکي او موږکان ښکاروي او انداز يې ډېر چټک، بریدګر او له تشدده ډک دی.

دوی ویلي، دا پیشو له لیوپرډ (یو ډول پړانګ یا سارايي پيشو) څخه هم خطرناکه ده ځکه هغه په شپږو میاشتو کې ایله په دغومره شمېر څه ووژني.

ویډيو کې ښودل شوې چې د تورو پښو دغه پيشو ان دوه ساعته هم د یوه ښکار انتظار کوي او برید يې دومره چټک دی چې ان الوتونکي هم ترې خلاصېدای نه شي.

دغه پیشو یوازې په سویلي افریقا، بوټسوانا او نمېبیا کې موندل کېږي 



اعلان