سګرټ د ۱۳ ډوله سرطان لامل

روغتیا

سګرټ د ۱۳ ډوله سرطان لامل

231

د الجزيرې له راپور سره سم اردن کې د سرطان د ستر مرکز عمومي مدير ډاکټر عاصم منصور ويلي، چې سګرټ څکول د ۱۳ ډوله سرطان لامل کېدی شي. هغه د بېلګې په توګه د سږو سرطان، د حنجرې سرطان، د خولې سرطان، د وريو سرطان او د مثانې سرطان ياد کړي دي.
ډاکټر منصور –پر يوټيوب خپره کړې وېډيو کې- زياته کړې ده، چې په عربي نړۍ کې ډېری وګړي له همدې امله د سرطان پر بېلا بېلو ډولونو اخته دي.
د سرطان په اړه د نوموړي ډاکټر د درسونو د لړۍ په څلورمه کړۍ کې هغه ويلي، چې عربي نړۍ کې ډېر خلک د انډري، بيا د سږو، بيا د مثانې، بيا د پروسټاټ، معدې، دماغو حنجرې او پر نورو سرطانونو اخته دي، چې سګرټ په کې ستر رول لري.
دا ډاکټر څرګندوي چې سرطان ساري ناروغي نه ده، خو ځينې ډولونه په ځينو ساريتوبونو پورې تړلي دي، د بېلګې په توګه د ينې (ځيګر) سرطان د ينې په مکروبي التهاب پورې تړلی دی.



اعلان