مسکو کې طالب استازي: امریکا دې د وتلو اعلان وکړي، د افغانانو تر منځ کومه ستونزه نه وینو

افغانستان

مسکو کې طالب استازي: امریکا دې د وتلو اعلان وکړي، د افغانانو تر منځ کومه ستونزه نه وینو

612

نن د روسیې پلازمېنې مسکو کې د افغان حکومت، طالبانو، هند، روسیې، چین او ځینو نورو هېوادونو د استازو تر منځ د افغانستان د مسلې د حل په موخه د نظریاتو د تبادلې له پاره یو کنفرانس جوړ شوی و.

دغه کنفرانس چې د افغانستان پر وخت غرمه دولس بجې پېل شوی و، څو ساعته یې دوام وکړ او څو شېبې وړاندې پای ته ورسېد.

که څه هم تر اوسه د غونډې مشترکه اعلامیه مخې ته نه ده راغلې، خو له غونډې وروسته دوه طالب استازو عبدالسلام حنفي او سهیل شاهین رسنیو سره خبرې کړي او خپل نظریات يې څرګند کړي دي.

حنفي ویلي، موږ د خپلې ازادۍ، د وطن د دفاع، دیني مراکزو او ناموس له پاره مبارزه کوو. نوموړي ویلي، کله چې بهرني ځواکونه انعطاف وښيي او له افغانستانه د وتلو اعلان وکړي، بیا موږ د افغانستان (افغانانو) تر منځ کومه ستونزه نه وینو.

شاهین بیا ویلي چې ګډونوالو مو دریځ واورېده او ويې ستایه. نوموړي دغه کنفرانس د افغانستان د مسلې د حل له پاره مهم بللی، ځکه په وینا يې، وړاندې په نړیواله کچه زموږ دریځ چا نه و اورېدلی. شاهین د دې پوښتنې په ځواب کې، که چېرې بهرني ځواکونه له افغانستان و نه وځي، نو څه به کېږي، ویلي چې جګړه به وي.

حنفي چې قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال هم دی، د ګاونډيو هېوادونو په اړه هم د طالبانو دریځ څرګند کړ. نوموړي ویلي، موږ نه غواړو چې له ګاونډيو هېوادونو سره کوچنۍ ستونزه هم ولرو.

د حنفي په وینا، د افغانستان اسلامي امارت د دې تضمین کوي چې راتلونکې کې به هېڅ ډله یا فرد سیمې او ګاونډيو هېوادونو ته د افغانستان داخل څخه ګواښ یا ستونزه جوړه کړي.

حنفي ویلي، دا مذاکرات نه وو، بلکې هرې خوا دلته خپل دريځ څرګندوه او موږ ګاونډيو او د سیمو هېوادونو او ژورنالېستانو ته خپل دریځ څرګند کړ.

حنفي ویلي، د بهرنیو ځواکونو له وتلو (نېټې له اعلان) وروسته به د قانون، ښځو حقوقو او نورو مسلو په اړه خبرې کېږي.



اعلان