واشنګټن پوسټ: د طالب-افغان حکومت د سولې ناستې سره روسیه ښيي چې لویې لوبې ته بیا راغلې

سيمه او نړۍ

واشنګټن پوسټ: د طالب-افغان حکومت د سولې ناستې سره روسیه ښيي چې لویې لوبې ته بیا راغلې

445

امریکايي واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د روسيې پلازمېنې مسکو کې د افغانستان د مسلې د هواري په اړه جوړې شوې غونډې په اړه یو مطلب خپور کړی.

ورځپاڼه وايي، د طالب-افغان حکومت د سولې خبرو په کوربه توب روسیه ښيي چې لویې لوبې ته بیا راګرځېدلې ده.

ورځپاڼې د غونډې په اړه د روسيې د بهرنیو چارو د وزیر سرګي لاروف څرګندونې هم راخیستي. لاروف غونډه کې ژمنه کړې چې د متحد او سوله ییز افغانستان له پاره به هڅه کوي.

ورځپاڼه مخکې لیکي، د سولې دا بې سارې غونډه داسې مهال ده چې شاوخوا دېرش کاله وړاندې روسیه له افغانستانه وتې او د جګړې د مخنیوي له پاره د امریکا پرلپسې هڅې ناکامه شوي.

لاروف ویلي، روسیه یوه او نه وېشل شوي افغانستان سره ولاړه ده، په کوم کې چې به ټول قومونه خوا په خوا په خوشالۍ او سوله کې ژوند کوي.

لاروف د پنځه طالب استازو او څلور د افغانستان د سولې عالي شورا استازو منځ کې دا څرګندونې کړي.

د مسکو په هغه هوټل کې چې دا غونډه جوړه شوې، د خوشالۍ فضا وه او طالب استازو سره غاړې (د روغبړ په موخه) تبادله شوې.

ورځپاڼه وايي، له خبرو وړاندې طالبانو شین چای وڅښه.

له غونډې وړاندې طالبانو په یوه اعلامیه کې په افغانستان کې د امریکايي او ملګرو پوځيانو په شتون باندې نیوکه کړې.

غونډه کې مسکو کې د امریکا د سفارت یو استازی هم ګډون کوي، خو دنده یې یوازې څارنه ده.

ورځپاڼه وايي، مسکو ته د افغان شخړې د دواړو لورو راوستل د روسيې له پاره لویه بریا ده. داسې چې روسیه په نړیوال سټېج خپل اغېز بیا اعاده کوي.



اعلان