څېړنه: واده د مرګونو ناروغيو په مخنيوي کې ستره ونډه لري

روغتیا

څېړنه: واده د مرګونو ناروغيو په مخنيوي کې ستره ونډه لري

152

برتانيه کې شوې يوې تازه څېړنه کې معلومه شوې ده، چې واده او د ژوند له شريک سره ګډ ژوند کول د روغ او اوږد ژوند کيلي ده.
د «اسټن ميډيکل سکول» څېړنه کې ويل شوي، چې د ژوند له شريک سره ګډ ژوند تېرول د وينې د لوړ فشار، د وينې د غوړو او شکرې له امله د مرګ رامنځته کېدو ګواښ کموي.
له څېړنې سره سم د دې لامل د مېړه يا ښځې له خوا د مقابل لوري په اړه پاملرنه ده، چې د دغو عامو خو مرګونو ناروغيو اغېز کموي.
څېړونکي وايي، چې کله انسان د ژوند ملګری ولري، د ناروغۍ پر مهال د هغه د درملو، روغتيايي خوړو او مناسبو فعاليتونو په اړه پام کوي.
په دې څېړنه کې له ۲۰۰۰ز څخه تر ۲۰۱۳ز پورې له لسو لکو د ډېرو کسانو د طبي ازموينو معلومات څېړل شوي دي.
پايلو وښوده، چې په واده شويو کسانو کې د وينې د غوړو له کبله د مرګ خطره ۱۶ سلنه راکمه شوې ده. دغه راز د لوړ فشار له کبله د مرګ ګواښ ۱۴ او د شکرې له کبله ۱۰ سلنه راټيټ شوی دی.
د څېړونکو په وينا له څېړنې معلومېږي چې واده د انسان ژوند خوندي ساتي او د هغوی شيانو مخه نيسي، چې د زړه د ناروغيو لامل کېږي.
هغوی دا هم ويلي، چې موږ پر چا زور نه راوړو چې واده دې وکړي، خو د کورنۍ له غړو او ملګرو سره دې ټينګې اړيکې خامخا ولري.
له دې وړاندې په يوه بله څېړنه کې ويل شوي و، چې له واده وروسته د ګوزڼ له حملې د رغېدا شونتيا ۷۱ سلنه او د زړه له حملې وروسته ۱۴ سلنه د هغو کسانو په نسبت ډېره وي، چې ودونه يې نه وي کړي.



اعلان