سپنتا: طالبان د امريکا لپاره پر يوه منلي مقابل لوري بدل شوي

راپورونه

سپنتا: طالبان د امريکا لپاره پر يوه منلي مقابل لوري بدل شوي

452

د ملي امنيت شورا پخواني سلاکار ډاکټر رنګين دادفر سپنتا څرګنده کړې ده، چې وسله وال طالبان نور د امريکا لپاره يو منلی مقابل لوری دی.
نوموړي زياته کړې ده، چې د سولې د راوستو لپاره تر اوسه هېواد کې هيڅ ګام نه دی اخيستل شوی او په دې اړه ډېری غونډې او ګامونه نمايشي وو.
د سپوټنيک دري له راپور سره سم د ملي امنيت پخواني سلاکار په «صلح در آيينه وفاق ملي» غونډه کې څرګنده کړې، چې حکومت تر اوسه نه دی توانېدلی چې د وسله والو طالبانو په مقابل کې يو ملي او عمومي تړون را منځته کړي او يا د طالبانو ملاتړي د هغوی له ملاتړه واړوي.
سپنتا زياته کړې: «طالبان اوس د امريکا لپاره يو منل شوی مقابل لوری دی، امريکا هغوی سره مستقيمې او غير مستقيمې خبرې اترې پيل کړې دي، افغانان چې بايد د دې خبرو ستر ګډونوال وی، بدبختانه ترې لرې پاتې دي. جنګ او سوله نن زموږ نه ده او د سولې د خبرو دا ډول پر مخ وړلو باندې هم نيوکه لرو، دې خبرو کې د خلکو ونډه بايد له پامه و نه غورځول شي».
د يادونې وړ ده، چې مسکو کې نن د افغانستان د سولې په اړه غونډه جوړېږي. د افغان دولت او طالبانو استازي به په دې غونډه کې پر يوه مېز سره کښېني.



اعلان