خليلزاد افغانستان، پاکستان، قطر او اماراتو ته خپل دويم سفر پيل کړی

افغانستان

خليلزاد افغانستان، پاکستان، قطر او اماراتو ته خپل دويم سفر پيل کړی

142

د افغانستان د سولې برخه کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد افغانستان، پاکستان، قطر او عربي اماراتو ته خپل دويم سفر پيل کړی دی.
خليلزاد چې د وسله والو طالبانو له استازو سره د سولې د خبرو اترو د کاميابولو مسووليت ور په غاړه دی، څه موده مخکې يې د دغو هېوادونو لومړی سفر پای ته ورساوه، نوموړي د سعودي په ګډون د يادو هېوادونو له چارواکو او قطر کې له طالب استازو سره ليده کاته وکړل. سره له دې چې د دې ليدو کتو بشپړ جزيات رسنيز نه شول خو خليلزاد او طالبانو دغه ناسته بريالۍ وبلله.
د امريکا بهرنيو چارو وزارت تازه په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې خليلزاد په دې برخه کې خپل دويم سفر پيل کړی دی. خبرپاڼې زياته کړې ده، چې هغه به د روانې مياشتې تر ۲۰مې نېټې له افغان چارواکو او د نورو اړخونو له استازو سره ليدنې وکړي. وزارت څرګنده کړې چې دا ليدنې د دې لپاره کېږي چې د افغانانو په مشرۍ د سولې د خبرو پرمختګ ته لار اواره شي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت خبرپاڼه کې ويل شوي، چې «خليلزاد هيله‌من دی چې افغان حکومت او وسله والو طالبانو د سولې د ناستو لپاره د باصلاحيته پلاويو د ټاکلو پر لور منظم ګامونه پورته کړي دي».
خبرپاڼې افغانستان کې د دوامدارې سولې لپاره د خپل هېواد په اړه د ټولو افغانانو نظر څرګندول اړين بللي دي.
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشرۍ ماڼې وړمه ورځ د سولې برخه کې د يوه پراخ ملي مشورتي بورډ د جوړولو خبر ورکړ، چې په وينا يې د هېواد د بېلا بېلو قشرونو خلک به په کې شامل وي او د سولې خبرو اترو کې به د حکومت له ټيم سره په ګډه کار کوي.
بل پلو مسکو کې د افغان سولې په اړه جوړېدونکې غونډه کې هم افغان حکومت او طالب استازو د ګډون وړاندوينه کړې ده. خو دا چې طالبان به افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته غاړه کېږدي او که لا به هم امريکايي لوري سره پر خبرو ټينګار وکړي، لا څرګنده نه ده.



اعلان