رپوټ: د امریکا په مشرۍ اوولس کلنې جګړې په افغانستان، عراق او پاکستان کې پنځه لکه خلک وژلي

راپورونه

رپوټ: د امریکا په مشرۍ اوولس کلنې جګړې په افغانستان، عراق او پاکستان کې پنځه لکه خلک وژلي

204

یوه تازه رپوټ کې ویل شوي چې د امریکا په مشرۍ روانې اوولس کلنې جګړه کې په افغانستان، پاکستان او عراق کې ټول پنځه لکه اووه زره کسان وژل شوي دي.
وژل شویو کې ملکيان، حکومت پلوه نظامیان او د حکومتونو وسله وال مخالفین شامل دي.
دغه رپوټ چې کاسټ اف وار پراجېکټ نشر کړی په کې راغلي چې وروستیو دوه کلونو کې په وژنو کې دوه ویشت سلنه زیاتوالی راغلی دی.
افغانستان کې د ۲۰۱۸ ز کال د اکټوبر میاشت پورې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۴۷ زره ښودل شوی چې ملکیان، حکومتي ځواکونه او د حکومت وسله وال مخالفین په کې شامل دي.
دغه شمېره کې ۶۳۳۴ تنه وژل شوي امریکایي پوځیان او قرار دادیان او شاوخوا یوولس سوه نور ناټو پوځیان په کې شامل دي.
پاکستان کې د ټولو وژل شویو کسان شمېر پنځه شپېته زره ښودل شوی چې درویشت زره یې ملکیان ښودل شوي.
له ۲۶۸ تر ۲۹۵ زره پورې کسان په عراق کې وژل شوي.
امریکا د ۲۰۰۱ ز کال د اکټوبر پر اوومه پر افغانستان او په ۲۰۰۳ ز کال کې یې په عراق برید وکړ.



اعلان