"د مخدره توکو قاچاقبر ووژنئ، پیسې او بهرني هېواد ته وړیا سفر وګټئ"

سيمه او نړۍ

148

د فلپین ولسمشر رودرېګو دوترتي د مخدره توکو د قاچاقبرانو پر ضد جګړه کې یو بل ګام وړاندې تللی دی.
هغه هغو پولیسو ته د ډالۍ ورکول منلي، کوم چې د مخدره توکو مشران ووژني.
د تایوان نیوز د رپوټ له مخې، دوترتي په یوه وینا کې ویلي، هغه پولیس چې د مخدره توکو مشران ووژني، هغو ته به پیسې او هانګ کانګ ته وړیا چکر ورکړي.
په ۲۰۱۶ ز کال کې چې دوترتي ولسمشر شو، له هغه راهیسې یې د مخدره توکو قاچاقبرانو پر ضد سخت ګامونه اخیستي دي.
نوموړي د امریکا مرکزي استخباراتو اداره (سي ای ای) د ده د وژلو په پلانولو تورنه کړې وه.
ده دغه راز هغو عامو وګړو ته هم د بخشش د ورکولو اعلان کړی، کوم چې کمونست باغیان ووژني.



اعلان