د ملارسول د ډلې يو بل چارواکی له طالبانو سره يوځای شو

راپورونه

د ملارسول د ډلې يو بل چارواکی له طالبانو سره يوځای شو

1900

په دې ورستيو کې چې د افغانستان په جنوب کې طالبانو په خپلو عملياتو کې تیزوالی راوستی او يو شمېر مهم دولتي مقامات يې هم په نښه کړي ورسره يې د خپل حریف ګروپ غړي او وسلوال هم تر فشار لاندې نيولي۔
د جبار قهرمان او جنرال عبدالرازق له وژل کيدو وروسته د ملارسول د ډلي مهم قومندان او پخواني نامتو طالب چارواکی ملا عبدالمنان نيازي د وسلوالو طالبانو له يوه کمين نه په داسې حال کې ژوندی خلاص شوی، چې ١٦تنه وسلوال پلويان يې په همدې کمين کې وژل شوي۔
له هغه وروسته د ملارسول د ډلي يو بل اوپراتیفي مشر عبدالرحمن زاهد هم د طالبانو مشرتابه ته د بیرته ورتلو اعلان کړی.
ويل کيږي چې د ملاعبدالمنان نیازي ډلګي تر ډيره د قومندان رازق له لورې تمويليده،
چې د هغه له مرګه وروسته نه يوازې منان نيازي بلکې د ملا رسول د ډلي ټول غړي له تنهايي سره مخ ښکاري.
ښاغلی عبدالرحمن زاهد چې د طالبانو په واکمني کې دباندنيو چارو د وزارت مرستيال و، دطالبانو د واکمني له نسکوريدو وروسته په شخصي تجارت بوخت و.
کله چې د ملا رسول ډلې له طالبانو بيلتون اعلان کړ عبدالرحمن زاهد د ملارسول د ډلي د فرهنګي او سياسي چارو سرپرست و، چې د ”سپين سبا“ په نامه ويب پاڼه يې هم تاسیس کړه او مالی مرستې هم ورته را جلبولې.
ځلاند ته هغه لیک هم رسيدلی چې د عبدالرحمن زاهد او يو بل طالب چارواکي مسلم حقاني له خوا ورکې د بيعت اعلان شوی.



اعلان