طالبان د قطر د فتر واګي نويو غړو ته سپاري

راپورونه

طالبان د قطر د فتر واګي نويو غړو ته سپاري

381

يوې طالب سرچینې د ځلاند همکارته ويلي، مشرتابه يې پریکړه کړې چې د قطر دفتر واګي او اختيار هغوپنځوپخوانيو طالب چاراکو ته وسپاري چې څو ورځې وړاندې د دې دفتر رسمي غړي وټاکل شول.

دغه طالب چارواکي د امريکا له ګونتانامو زندان نه د راخلاصيدو وروسته په قطر کې اوسيدل.

د سرچينې په وينا مشرتابه دا پریکړه له هغه وروسته کړې چې د طالب مشرتابه لخوا يوه ليږل شوي تفتيشي پلاوي له شکایتونو ډک راپور مشرتابه ته وړاندي کړ.

په دې شکاياتو کې د دفتر دننه د نامناسب مالي لګښت او شخصي مصارفو او يوشمېر نورو ديپلوماتيکو سرغړونو شکایات درج و.

ويل کيږي چې په تدريج سره به د دفتر پخواني غړي بې اختياره کړی شي او واک به يې نويو ټاکل شويو غړو ته ورکول شي.



اعلان