"امریکایي چارواکو عافیې صدیقي ته ویلي، دین بدل کړه، ژر به خوشې شې"

راپورونه

744

امریکا کې د بندي پاکستانۍ ډاکټرې عافیې صدیقي خور فوزیې صدیقي وایي، امریکایان مې له خور د دین بدلول غواړي.
نوموړې بي بي سي اردو سره خبرو کې ویلي، د یو پاکستاني کونسلر د جون میاشتې په رپوټ کې ویل شوي چې د زندان چارواکي عافیې ته وایي، که چېرې ته خپل دین بدل کړې، نو ژر به دې خوشې کړو.
نوموړې د رپوټ په حواله ویلي چې خور مې جنسي ډول ځورول کېږي او د عبادت اجازه هم نه ورکول کېږي.
پرون رسنیو د عافیې صدیقي هغه لیک خپور کړ چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ته یې لیکلی.
لیک کې له عمران خان غوښتل شوي چې هغه پاکستان ته ور غواړي.
عافیه صدیقي په ۲۰۰۸ ز کال افغان پولیسو کې د کیمیاوي توکو او لیکونو په تور نیولې وه او ویل کېږي چې په امریکایي پوځیانو یې هم ډزې کړې وې.
خو د دې وکیل وایي، هغې په نه پوهېدو ټوپک اخیستی او بیا یې ډزې کړي دي.
پاکستان ته د سویلي اسیا چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازې ایلس ویلز سفر کې هم د عافیې موضوع باندې خبرې شوي دي.
عافیه د امریکا ټېکساس ایالت کې زندان کې ده. هغې ته د شپږ اتیا کاله بند سزا اورول شوې.



اعلان