مومند: چاودنې د پاکستان د پوځ یو جګړن وژلی

سيمه او نړۍ

مومند: چاودنې د پاکستان د پوځ یو جګړن وژلی

117

د پاکستان پوځ وایي، قبایلي سیمې مومند کې د خښ شوي بم د خنثی کولو له امله یو پوځي افسر وژل شوی دی.
د پوځ ویاند اصف غفور پر خپل ټوېټر لیکلي، جګړن زرغم فرید د سرګودها ولسوالۍ و او واده یې نه و کړی.
غفور ویلي، د ریحان په نوم یو بل امنیتي کس ټپي شوی دی.
دغه سیمه ډیورنډ کرښې ته نږدې پرته ده.
وړاندې دغې سیمه کې یو بل خاصه دار هم وژل شوی و.
ویل کېږي، د پاکستان امنیتي ځواکونه هلته ورځینۍ دنده باندې وي او کله نا کله عملیات هم کوي.



اعلان