امريکا کې بندي پاکستانۍ ډاکټرې عمران خان ته ليک استولی

سيمه او نړۍ

امريکا کې بندي پاکستانۍ ډاکټرې عمران خان ته ليک استولی

539

امريکا کې بندي پاکستانۍ ډاکټرې عافيه صديقي د پاکستان لومړي وزير عمران خان ته ليک استولی او د ځان د خلاصون غوښتنه يې کړې ده. هغې ليکلي دي، چې زما سزا قانوني نه ده او عمران خان دې زما مرسته وکړي.

د پاکستاني رسنۍ اېکسپرېس له راپور سره سم عافيه صديقي له عمران خان نه غوښتي چې له بنده دې يې خوشې کړي. سرچينې د پاکستاني سفارت د سرچينو له خولې ويلي، چې ډاکټرې عافيه صديقي د عمران خان په نوم دغه ليک تېره مياشت هيوسټن کې ټاکل شوي پاکستاني جنرل کونسلر ته هغه مهال ورکړ، چې نوموړی ټيکساس ايالت کې زندان ته د عافيه صديقي ليدو ته ورغلی و.

ليک کې اغلې صديقي ويلي، چې «عمران خان په تېر وخت کې زما ډېره مرسته کړې، هغه تل زما اتل پاتې شوی دی، امريکا کې زما سزا د قانون خلاف ده، زه تښتول شوې او بيا امريکا ته سپارل شوې يم، زه غواړم له زندانه ووځم، لومړی وزير دې زما مرسته وکړي».

بندي ډاکټرې په ليک کې عمران خان ته ټينګار کړی چې خپل شاوخوا کې دې دوه مخو کسانو ته بيدار وي.

د يادونې وړ ده چې عافيه صديقي د اعصابو برخه کې دکتورا لري، په ۱۹۹۰ کال کې امريکا تللې وه او په ۲۰۰۳م کال کې کراچۍ ته د سفر پر مهال وتښتول شوه او بيا امريکا ته وسپارل شوه. نوموړې له القاعده سره د همکارۍ په تور تورنه ده او په همدې تور د بند سزا تېروي.



اعلان