«محمد بن سلمان امريکا نه د ځان ژغورلو په پار له اسراييلو مرسته ترلاسه کړې»

سيمه او نړۍ

«محمد بن سلمان امريکا نه د ځان ژغورلو په پار له اسراييلو مرسته ترلاسه کړې»

136

ايټالوۍ ورځپاڼې «المانيويسټو» خبر ورکړی دی، چې د سعودي شهزاده د امريکا له بنديزونو د ځان ژغورلو او واک کې د پاتې کېدو لپاره له اسراييلو او انجيلي مسيحيانو مرسته ترلاسه کړې ده.

ورځپاڼې زياته کړې ده، چې د اسراييلو لومړي وزير بنيامین نتنياهو د محمد بن سلمان «غوڅ او پياوړی ملاتړ وکړ» او په وروستيو کې رياض ته د انجيلي مسيحيانو سفر -چې قدس کې د صهيوني ملګرو د ميوزيم موسس مايک ايوانس هم په کې و- هم د شهزاده د ملاتړ لپاره و.

مايک ايوانس پر دې سفر تبصره کې وويل: «بې له شکه دا په منځني ختيځ کې د سترو بدلونونو وخت دی او موږ په شخصي توګه له ځينو عرب مشرانو سره ليده کاته وکړی شول، موږ دوی سره د اړيکو پر اساس د يوه پياوړي شي جوړول پيل کړي دي».

سرچينې دې ته اشاره کړې چې نتنياهو او د انجيلي مسيحيانو مشرانو واشنګټن ته په استولي ليک کې چې سعودي کې د ثبات غوښتنه يې کوله ويلي، چې «سيمه کې د اسراييلو دوستانو او د ايران دښمنانو باندې غرض لرل ناشوني دي».

ورځپاڼه څرګندوي چې محمد بن سلمان د نتنياهو پوروړی دی او دا سوچ کول اسان کار دی چې شهزاده به په ډپلوماتيکو هڅو کې اوس د نتنياهو بشپړ ملاتړ کوي، چې عمان ته يې رسمي سفر کړی او په راتلونکو ورځو کې به نور عرب هېوادونه هم د نتنياهو پر مخ خپلې دروازې پرانيزي.

ميډل ايسټ ايې په خپل وار ويلي چې نتنياهو ځکه د محمد بن سلمان ننګه کوي چې هغه «د پېړۍ سودا» لپاره عربي ستن ده، چې دواړه ټرمپ او نتنياهو دا سودا پای ته رسول غواړي.

د يادونې وړ ده چې د وژل شوي خبريال خاشقجي قضيه کې سره له دې چې نړيوالو او د امريکايي کانګرېس غړو او نورو چارواکو پر ټرمپ ډېر فشار راووړ، خو نوموړي تر پايه د محمد بن سلمان د ژغورنې هڅه وکړه. هغه وويل چې پر سعودي به بنديزونه ولګوي خو ورسره کړې سترې هوکړې به هيڅکله لغو نه کړي.

 



اعلان