څېړنه: د انرژۍ یوازې یو بوتل څښاک کولای شي چې د زړه او فلج د حملې لامل شي

روغتیا

څېړنه: د انرژۍ یوازې یو بوتل څښاک کولای شي چې د زړه او فلج د حملې لامل شي

4217

یوې تازه تر سره شوې څېړنه کې مالومه شوې چې د انرژۍ یوازې یو بوتل څښل د زړه او فلج د حملې د ګواښ د زیاتولو لامل کېدای شي.

د امریکا ټېکساس پوهنتون کې تر سره شوې څېړنه کې ویل شوي، انرژي څښاک په شریانونو باندې اغېز کوي چې پایله کې يې د بدن مهمو غړو ته د وینې جریان کمېږي.

وړاندې څېړنو کې د معدې، اعصابو او د زړه د ناروغیو او د انرژۍ څښاک تر منځ اړیکه موندل شوې وه.

دغې نوې څېړنه کې څلور څلوېښت هغه زده کوونکي ازمویل شوي چې نشه يي توکي يې نه کارول. څېړونکو د دغو زده کوونکو شریانونه له انرژۍ څښاک مخکې او وروسته معاینه کړي.

پایله کې مالومه شوې چې د انرژۍ له څښاک یوازې یو نیم ساعت وروسته د وینې د داخلي شریانونو په قطر کې پنځوس سلنه لږوالی راغلی و. (شریانونه کوچني شوي).

څېړونکو ویلي، د دې لامل په انرژۍ څښاک کې د کافینو، خوږې او نورو شتون دی.

په ځینو انرژیو کې د خوږې کچه ډېره زیاته وي چې د څښلو له امله يې د شکر کچه لوړېږي، په شریانونو اغېز کوي او مهمو غړو ته د وینې جریان کمېږي.

دغه راز، په انرژیو کې کافین هم زیات وي چې په شریانونو ناوړه اغېز کوي. د کافینو له امله یو ډول هارمون خارجېږي چې د مؤقت وخت له پاره د وینې فشار ور سره لوړېږي.

نن ورځ ډېر ځوانان انرژي څښاک څښي، خو ښايي ډېر کم به يې په زیانونو خبر وي.

د دغې څېړنې پایلې راتلونکې اوونۍ امریکا کې د زړه په اړه یوه کنفرانس کې وړاندې کېږي.



اعلان