شهزاده چارلس: انګلستان د انسانانو د خرڅلاو په ناوړه سوداګرۍ کې ککړ و

راپورونه

شهزاده چارلس: انګلستان د انسانانو د خرڅلاو په ناوړه سوداګرۍ کې ککړ و

127

د انګلستان د تخت ميراث خور شهزاده چارلس منلې ده چې هېواد يې د انسانانو په ناوړه سوداګرۍ کې ککړ و. نوموړي دا کار هغه وېروونکې چټلي بللې، چې «د نړۍ د تاريخ پر تندي يې د شرم نه لرې کېدونکی داغ ايښی دی».

شهزاده چارلس تېره ورځ غانا –چې د اتلانتيک سمندر له لارې د افريقايي مريانو له لېږدولو وړاندې د هغوی د ساتلو ستر مرکز و- کې د خبرو پر مهال وويل: «دا ژور ظلم چې په تېر وخت کې ترسره شوی دی، هېرول يې ناشوني دي».

چارلس د شنبې په ورځ په اوسو کلا کې ويلي وو، چې له ۴۱ کالو راهيسې په لومړي سفر کې ما ته خورا مهمه وه چې د غانا او اروپايي هېوادونو چې انګلستان هم په کې دی، تر منځ په تر ټولو دردناک تعامل اعتراف وکړم.

هغه زياته کړه: «د مريانو د سوداګرۍ وېرېوونکي ناولتوب داسې نښې پرېښي، چې زموږ د نړۍ تاريخ يې محو کولو ناتوانه دی».

چارلس د تېرې شنبې پر ورځ کريسچينزبرګ کلا هم وليده، دا ځای د مريانو ستر مرکز و او له ۱۵ سوه زرو ډېر مريان ترې پېرل شوي و، دا هغه مهال چې غانا د انګلستان تر استعمار لاندې وه.



اعلان