ورځپاڼه: کاناډا ولې د افغان جګړې پر ناکام ماموريت ورګډه شوه؟

افغانستان

ورځپاڼه: کاناډا ولې د افغان جګړې پر ناکام ماموريت ورګډه شوه؟

155

د کاناډا کرونېکل هېرالډ ورځپاڼې د افغانستان جګړه کې د دې هېواد د سرتېرو د ماموريت په اړه پوښتنې را ولاړې کړې دي او دا جګړه يې يو ناکام ماموريت بللی دی.

دې ورځپاڼې غوښتنه کړې چې د افغانستان د جګړې په «ناکام ماموريت» کې دې د کاناډا د ګډون او ښکېلتيا په اړه پلټنې وشي.

سرچينې د کاناډا پر چارواکو نيوکه کړې چې ولې د افغانستان د وضعيت په ارزولو کې پاتې راغلي او بيا يې د دې ماموريت لپاره سرچينې برابرې کړې دي.

د بي بي سي له راپور سره سم ورځپاڼې پر عراق د امريکا او انګلستان بريد ته په اشاره ويلي، چې که څه هم د دې بريد له امله ولسمشر بوش په جنګي جرمونو تورن نه شو، خو انګلستان د دې بريد له امله ځان ګرم وباله او په دې تړاو يې د پلټنو زړورتيا وکړه.



اعلان