عبدالله عبدالله: که ننګرهاریان ټینګار وکړي، نړیوال اسلامي پوهنتون به بل هېواد ته ولېږدول شي

افغانستان

عبدالله عبدالله: که ننګرهاریان ټینګار وکړي، نړیوال اسلامي پوهنتون به بل هېواد ته ولېږدول شي

695

د حکومت اجراییه وایي، نړیوال اسلامي پوهنتون به کابل کې جوړېږي.
عبدالله عبدالله چې د وزیرانو شورا کې یې خبرې کولې ویلي، که د ننګرهار خلک په ننګرهار کې د دغه پوهنتون پر جوړېدو ټینګار ته دوام  ورکړي، نو ښایي دا پوهنتون بل هېواد ته ولېږدول شي.
نوموړي ویلي، پلازمېنه کابل کې د پوهنتون د جوړېدو پرېکړه د اسلامي همکاریو سازمان کړې ده.
سره له دې چې د دغه پوهنتون د بنسټ ډبره جلال اباد ښار ته نږدې د غازي امان الله خان ښارګوټي ته څېرمه په زر جریبه ځمکه کې ایښودل شوې ده او په څلورو دېوالو یې هم څه نا څه کار شوی، خو اوس هڅې روانې دي چې دغه پوهنتون کابل ته ولېږدول شي.
عبدالله عبدالله ویلي، د پوهنتون دوه څانګې به یوه په کابل او یوه په ننګرهار پوهنتون کې پرانېستل شي.
د پوهنتون لېږد د ننګرهار او ټوله کې د ختیځو ولایتونو د فعالانو غوسه راپارولې.
نړیوال اسلامي پوهنتون چې په اندونیزیا، پاکستان او بنګله دېش کې هم شته، د اسلامي همکاریو سازمان او د اسلامي پراختیا بانک په مرستو جوړېږي.



اعلان