"حفیظ الله امین واجپاي ته ویلي وو چې پاکستان باید د افغانستان او هند تر منځ ووېشل شي"

د پرون کيسه

4023

حفیظ الله امین

مشهور هندي ژورنالېست کلدیپ نایر په خپلې بیوګرافۍ Beyond the Lines کې لیکلي، د ۱۹۷۸ ز کال په سپټمبر میاشت کې چې د هغه مهال د هند د بهرنیو چارو وزیر اټل بهاري واجپایي افغانستان ته تللی و، نو د افغانستان د وخت لومړي وزیر حفیظ الله امین ورته د پاکستان د ټوټه کېدو وړاندیز وکړ.
نایر وایي، امین، واجپایي ته ویلي وو چې افغانستان او هند باید په پاکستان برید وکړي او د دواړو هېوادونو تر منځ یې ووېشي.
لیکوال زياتوي، د امین د وړاندیز په اورېدو واجپایي حېران شو او تمه یې نه درلوده.
واجپایي وروسته د هند لومړی وزیر شو چې څه موده وړاندې مړ شو.
امین چې د خلق دیموکراتیک ګوند غړی و، ویل کېږي چې سخت نشنلېسټ و. د ده یو شمېر مخالفین دی فاشیسټ هم بولي.



اعلان