ولسمشرۍ ماڼۍ: د سولې د هڅو د چټکتيا لپاره يو ملي مشورتي بورډ جوړېږي

افغانستان

ولسمشرۍ ماڼۍ: د سولې د هڅو د چټکتيا لپاره يو ملي مشورتي بورډ جوړېږي

72

ولسمشرۍ ماڼۍ خبر ورکړی دی، چې د سولې د بهير د چټکوالي لپاره او په دې بهير کې د بېلا بېلو قشرونو د ونډې اخيستو په پار يو پراخ ملي مشورتي بورډ جوړوي.

د ولسمشر مرستيال وياند شاه حسين مرتضوي ازادۍ راډيو سره خبرو کې ويلي، چې ولسمشر غني تېره ورځ د ويډيويي کانفرانس له لارې د سولې شورا، عالمانو شورا، د ښځو د چارو، د دولتي پوهنتونونو او د بشري حقونو د رييسانو په ګډون د ټولو ولايتونو له چارواکو سره د دغه ملي مشورتي بورډ پر جوړېدو خبرې کړې دي.

ښاغلي مرتضوي زياته کړې، چې «د دې خبرو موخه د سولې د پروسې لا ګړندي کول دي. اړينه ده چې د دې خبرو لپاره يو پراخ او هر اړخيز ترکيب موجود وي چې د هېواد د ټولو ولايتونو استازي په کې ګډون ولري».

د ارګ د مرستيال وياند په وينا دا استازي به د ولايتونو د خلکو په خوښه ټاکل کېږي او بيا به کابل کې د حکومت له تخنيکي ډلې سره په ګډه کار کوي او د سولې د خبرو استازي به وي.

حکومت دا خبر له هغه وروسته ورکوي چې د افغان سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد وروستيو کې په دې اړه د سيمې د ګڼ شمېر هېوادونو له چارواکو او قطر کې طالب استازو سره ليده کاته وکړل. که څه هم د دې ليدو جزيات څرګند نه شول، خو ګډونوالو لوريو مثبت وبلل.

هېره دې نه وي چې د روانې مياشتې په ۹مه نېټه مسکو کې هم د افغان سولې په اړه يوه غونډه جوړېږي، چې د روسيې د بهرنيو چارو وزارت په وينا د دواړو افغان حکومت او طالبانو استازي به په کې ګډون وکړي.



اعلان