برېتور فيلسوف نيچه

نظر او تحليل

برېتور فيلسوف نيچه

349

فريدریش نيچه و د پوسټ موډرنېزم د دورې جرمني فيلسوف و. ۱۸۴۴م کې زېږېدلی او ۱۹۰۰م کې مړ شوی.

نيچه ډېر عجيب و غريب نظريات لرل. د خیر او شر په اړه، د انسان په اړه او د خدای په اړه. لکه څرنګه چې مو وويل، دی د پوسټ موډرنېزم د دورې له لومړيو فيلسوفانو دی، نو نظريات يې له همدې ښکاري.

دی د چارلېس ډاروېن دا نظر مني چې ښه او ځواکمن بايد پاتې شي او کمزوری دې له منځه لاړ شي. ده يو نظر دا دی؛ چې کله دې کمزوری او ړوند وليد چې د کندې په لور روان دی، ته يې ورټېل وهه، چې ځان ترې خلاص کړې. معنا دا چې نړۍ کې بايد يوازې زورور او ښه مخلوق پاتې شي!

نيچه نه دين مني او نه اخلاقيات. کاناډايي بې بېلګې ليکوال، ويليم ګای کار په خپل کتاب، Pawns in the Game کې ليکي، چې فاشېزم او نازېزم د همدغه فيلسوف د نظرياتو په پايله کې رامنځ ته شوي، عدنان ابراهيم هم ورته نظر لري.

نيچه د فاشېزم او نازېزم اساس ايښی و، ځکه خو، هټلر خپل ايټالوي سيال موسليني ته په ۱۹۳۸م کې د نيچه د ټولو کتابونو ټولګه ډالۍ کړه.

نيچه بدل عادتونه لرل. دی وايي مور مې نه خوښوم او د خور غږ مې زوروي. پلار يې کيشېش و؛ خو دی د دين تر ټولو ستر دښمن!

نيچه وايي د اروپا په تاريخ کې دوه ستر مخدرات وو؛ مسيحيت او الکول. هغه الکول نه څښل، يوازې اوبه او نور مايعات يې څښل.

له مشهور وينا وو څخه يې: «ته په خپله لار ځه او زه په خپله، يوه او سمه لار نه شته».

وايي له دينه ځان لرې کړه، دين پرېږده، خدای وختي مړ شوی، موږ خدای وژلی.. مطلب دا چې له دې روحاني خبرو ځان شکوه..

بیا وايي، فلسفه، فرهنګ، هنر، موسيقي او دې ته ورته مسايلو سره ځان تړه. دی وايي له موسيقۍ پرته ژوند کول غلطي ده. نيچه ځکه هنر او فرهنګ ته ډېره توجه، څو د دين تشه ډکه کړي.

معنا دا چې دين يوه اړتيا ده، چې ژوند له دې پرته بې معنا کېږي. د نيچه په څېر فيلسوف چې له دين او خدای سره دښمني لري، غواړي د دين بديل رامنځ ته کړي.

افغان فيلسوف مرحوم صلاح الدين سلجوقي د هغه فيلسوف وينا نقلوي چې وايي، «آن که خدای وجود هم نه لري، موږ بايد خدای جوړ کړو» بيا پر دې وينا په خپله تبصره کې وايي چې دا خبره د ايمان او باور له ژورو رامنځ ته کېږي، ځکه د دې معنا دا ده، چې له خدايه پرته ژوند ممکن نه دی.

خپله نيچه هم وايي چې د دين په لرې کولو کې يوه خلا پاتې کېږي، چې بايد فرهنګ يې ډکه کړي.

برتراند راسل هم د پوسټ موډرنېزم يو مهم فيلسوف دی. فلسطيني مفکر، عدنان ابراهيم د ده د الحاد په اړه وايي، «زه ګومان کوم چې دی قصدي ملحد و».

اوسنی ستر داروېنېست، ريچارډ ډاوکېنز چې «د خدای وهم و خيال» يې د کتاب عنوان دی او خدای ته د يوې داسې افسانې په سترګه ګوري چې د وېرې او ډار په نتيجه کې راپيدا شوی، ډېرو فلسفي پوښتنو ته ځواب نه شي ويلای. دوی يوازې د خدای شتون نقدوي، خو خپله بيا د ژوند په تفسير کې تر اوسه نا ځوابه دي.

د مصري فيلسوف مصطفی محمود وينا ده چې، خدای د انسان له پاره ښه تکيه ده. معنا دا چې، که چېرته غم وي، بې عدالتي وي، ستونزه وي، د خدای په شتون دا هر څه ختمېږي، ځکه؛ چې خدای شته، يعنې عدالت شته، حق حقدار ته ورکول کېږي او هر څه سمېږي.

په رښتيا چې خدای، تکيه ده او دين د اروايي ډاډ له پاره تر ټولو ښه لار. د شامل سيکولرېزم څښتان د لمانځه د نشت له امله يوګا او نورو سيکالوژيکي حرکتونو ته اړ شوي چې مسلمان ورته هېڅ اړتيا نه لري.

فريدريش نيچه په ۱۸۸۹کې د عصبي ستونزې له کبله استادي پرېښوده او تر ۱۹۰۰م کاله پورې په عصبي ناروغۍ اخته و چې د شلمې پېړۍ له پيلېدو سره يې ساه ورکړه. کېدای شي د ده د عصبي ناروغۍ يو حکمت همدا وي، چې خدای نور انسانان وپوهوي، چې هغه څوک چې په انسان کې الوهيت ويني او د خدای د وژنې باور لري، په دغسې حالت کې مړ کېږي چې آن خپل اعصاب نه شي اداره کولای!



اعلان