دیوبند دارالعلوم فتوا: رنګ ناخون لګول غېر اسلامي دي

اسلام

دیوبند دارالعلوم فتوا: رنګ ناخون لګول غېر اسلامي دي

233

هند کې د حنفي مذهب د لویې دینې مدرسې دارالافتاء ویلي، ښځو ته د رنګ ناخون کارول غېر اسلامي کار دی.
مفتي اسرار هندي ای این ایی رسنۍ ته ویلي، ښځې دې د رنګ ناخون پر ځای د سینګار له پاره نکریزې وکاروي.
دیوبند چې اغېز یې نړیوال دی، وړاندې یې هم ځینې فتواګانې ورکړې دي.
د بېلګې په توګه، تېر جولای میاشت کې یې ویلي وو چې د ږیرې خرېیل د شریعت ضد دي.
دوی دغه راز له خلکو غوښتي وو، هغه بانکونو کې دنده تر سره نه کړي چې سود کوي.
سود اسلام کې ناروا عمل دی.
دیوبند مدرسه چې د هند په دیوبند کې ده، ځانګړې دارالافتاء لري او د معاصرو مسایلو په اړه یې پر خپله رسمي وېبپاڼه هم ځینې فتواګانې شته.



اعلان