يو قزاقستانی له ښخېدو دوه مياشتې وروسته کور ته ستون شوی

پام وړ

يو قزاقستانی له ښخېدو دوه مياشتې وروسته کور ته ستون شوی

786

د قزاقستان د اتيراو ښار يو اوسېدونکی له هغه دوه مياشتې وروسته کور ته ستون شوی چې د کورنۍ خلکو يې د مړينې پر ګومان د هغه جسد خاورو ته سپارلی و.

د سپوټنيک قزاقستان له راپور سره سم سړي د تېرې جون په ۲۰مه نېټه خپل کور پريښی و او خپلوانو يې په جولای مياشت کې پوليس د سړي پر ورکه خبر کړل، ځکه هغه وړاندې هم د چا له خبرولو پرته کور پريښی و.

له څه وخت تېرېدو وروسته پوليسو د سړي خپلوان ور وغوښتل، چې هغه مړی وپېژني، چې ګومان کېده د همدې ورک سړي به وي. د کورنۍ غړي د مړي د خرابۍ له امله د هغه پر پېژندو و نه توانېدل، خو ارثي (جينېټک) معاينو ټينګار وکړ چې دا جسد د همدې سړي دی او بيا هغه په تېر سپتمبر کې خاورو ته وسپارل شو، د نوموړي کورنۍ د هغه د مړينې سند هم ترلاسه کړ.

خو د اکتوبر په وروستيو کې سړی کور ته ستون شو او ويې ويل چې د هېواد په يوه لوري کې له يو چا سره د کرنې په کارونو کې په مزدورۍ بوخت و، چې تېر اوړي کې يې ورسره ليدلي وو.

د کورنۍ غړو د هغه له ستنېدا وروسته د معاينه کوونکو ډاکټرانو پر ضد قضا ته عريضه کړې ده او لا هم معلومه نه ده، چې ښخ شوی مړی څوک دی.



اعلان