مسلمان سوک وهونکی؛ هغه مهال چې خپل دين ته سپکاوي په غوسه کړ

د پرون کيسه

مسلمان سوک وهونکی؛ هغه مهال چې خپل دين ته سپکاوي په غوسه کړ

267

په کال ۱۹۶۷ کې د مسلمان امريکايي سوک وهونکي محمد علي او د هغه د حريف نړيوال اتل ايرني تيريل تر منځ سوک وهنه ډېره اوږده شوه، نندارچيانو ليدل چې محمد علي د نور کله خلاف په ډېره غوسه جنګېږي او کوښښ کوي چې د سوک وهنې وخت نور هم وغزوي، کله به يې چې مقابل لوری لوېده، ده به په غېږ کې ونيو او لوېدو ته يې نه پرېښوده، څو د وينې له بهېدا سره سره يې سوک وهنه نوره هم اوږده شي.

عجيبه دا وه چې محمد علي هر ګوزار سره له خپل حريف نه پوښتنه کوله: ؟Whats my name، زما نوم څه شی دی؟ د دې تاريخي سيالۍ کيسه څه ده او نړيوال اتل محمد علي ولې د دې سيالۍ اوږدول غوښتل؟

کيسه له دې تاريخي سیالۍ څو مياشتې وړاندې پيل شوې وه، ايرني تيريل غوښتل چې د سيالۍ له روحه لرې دا سوک وهنه پر کلتوري جګړه بدله کړي، هغه خپل مسلمان حريف محمد علي د هغه نوي غوره کړي دین (اسلام) ته د سپکاوي له لارې پاراوه، هغه د محمد علي پر نوم خندا کوله او د دې پر ځای يې ورته پخوانی نوم (کاسياس کلای) اخيست.

محمد علي څو ځل هغه ته خبرداری ورکړی و، چې له دې کاره تېر شي، له دې سيالۍ لږ مخکې يې د يوې غونډې پر مهال ورته وويل، چې يا مې همدا اوس سم نوم را ته واخله او يا يې درباندې وروسته په زور اخلم، خو ايرني تيريل دا خبره و نه منله.

د ۱۹۶۷ د فېبرورۍ په ۶مه نېټه دا سيالي پيل شوه، او محمد علي له پيله وتوانېد چې خپل حريف په پياوړو ګوزارونو بې توازنه کړي، خو له دې سره سره يې د سيالۍ موده اوږدول غوښتل او له هر سوک سره به يې ترې پوښتل: زما نوم څه دی؟

د سوکانو له يوه باران وروسته تيريل تسليم شو او ځواب يې ورکړ، چې: محمد علي! او له دې سره سيالي پای ته ورسېده.

محمد علي به دې سیالۍ کې د نړيوالې اتلولۍ لقب هم خپل کړ، خو څه چې هغه ته ډېر مهم و، هغه د ده دين (اسلام) ته درناوی و.

علي له سيالۍ وروسته څرګنده کړه، چې هغه (حريف مې) زما پر دين ملنډې وهلې او زه په دې برخه کې ټوکې نه پېژنم، داسې علي وتوانېد چې له خپل حريف نه په زور احترام ترلاسه کړي.



اعلان