ټرمپ: سعوديان د امریکايي بمونو په کارولو نه پوهېږي

سيمه او نړۍ

ټرمپ: سعوديان د امریکايي بمونو په کارولو نه پوهېږي

166

د امریکا ولسمشر د سعودي هغه برید غوسه کړی چې تېر اګسټ میاشت کې يې په یمن کې وکړ. دغه برید چې د ښار په ګڼه ګوڼه سیمه کې د ښوونځي په یوه بس شوی، څلوېښت زده کوونکي په کې ووژل شول او ګڼ نور ټپيان شول.

برید کې امریکايي جوړ ۲۲۷ کیلو وزني بم کارول شوی و.

د امریکا ولسمشر له ایزوس رسنۍ سره مرکه کې ویلي، دا (یمن کې د زده کوونکو وژنه) د واشنګټن غلطي نه ده. ټرمپ زیاته کړې، اصلاً دا خلک وو چې د وسلې په کارولو نه پوهېدل. ټرمپ دا نه پوهېدنه وېروونکې بللې.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا امریکا به سعودي ته د وسلو ورکړه بنده کړي که نه؟ ټرمپ د هو ځواب ور نه کړ، خو ویې ویل چې له سعوديانو سره به د ډېرو مسلو په اړه خبرې وکړم.

د سعودي په مشرۍ ایتلافي ځواکونو له تېرو شاوخوا درې کلونو راهیسې په یمن بمباري پېل کړې. سعودي هلته د حوثي شیعه ګانو پر ضد جګړه کوي.

دغه جګړه کې تر اوسه سلګونه ملکي وګړي وژل شوي دي.



اعلان