د پاکستان حکومتي ټلوېزیون عمران خان سوالګر بللی

راپورونه

د پاکستان حکومتي ټلوېزیون عمران خان سوالګر بللی

602

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان چین ته په پنځه ورځینۍ دوره تللی. د خان موخه له اقتصادي بحران څخه د وتلو له پاره د چین د مرستې ترلاسه کول دي.

خان له دې وړاندې دوه ځله سعودي ته هم سفر کړی چې د رپوټونو له مخې سعودي ور سره د شپږ میلیارده ډالرو مرستې ژمنه کړې.

د چین د سفر په دوران کې خان پلازمېنې بېجېنګ Beijing کې یوې غونډې ته وینا کوي، خو د پاکستان په ملي ټلوېزیون (پي ټي وي) د بېجېنګ پر ځای د انګليسي Begging راشي چې د شلو ثانیو له پاره وي او وروسته لرې کړای شي. د Begging مانا سوال کول دي.

د خان مخالفینو ته خدای ورکړه او ویډيو او تصویرونه يې په ټولنیزو شبکو کې خپاره کړل. لومړیو کې ویل کېدل چې ښايي دا جوړ شوي وي، خو وروسته پي ټي وي پر خپل رسمي ټوېټر حساب بخښنه وغوښته او د څېړنو امر يې وکړ.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر هم ویلي چې دا مسله په جدي ډول څېړل کېږي.



اعلان