څېړنه: موبایل کارول هم د سرطان لامل کېږي

روغتیا

څېړنه: موبایل کارول هم د سرطان لامل کېږي

143

امریکا کې یوې نوې تر سره شوې څېړنه کې د سرطان ناروغۍ او موبایل کارولو تر منځ اړیکه موندل شوې ده.

دغه څېړنه چې د امریکا د روغتیا ډېپارټمنټ له لوري ترسره شوې، څرګند ثبونه په کې موندل شوي دي. دغه څېړنه د امریکا د National Toxicology پروګرام کې له ډېرې مودې راهیسې په موږکانو روانه وه.

د څېړنې پایله کې راغلي، د موبایل له وتونکو شعاع ګانو څخه په موږکانو کې د سرطان ناروغې موندل شوې ده.

د څېړنې له مخې، د نارینه موږکانو په ګردو او دماغو کې د تومور ثبوت موندل شوی، خو په ښځینه موږکانو کې بیا دومره څرګند نه و.

وړاندې هم ځينو څېړنو کې ویل شوي وو چې د ځيرکو موبایلونو ډېر کارول د سرطان ناروغۍ لامل کېږي. پوهانو سپارښتنه کړې چې موبایل باید د اړتیا تر بریده وکارول شي.

هغه کسان چې په موبایل ډېرې خبرې کوي، اړینه ده چې غوږۍ (ګوشکي) وکاروي.



اعلان