تور مرچ د پنځو دماغي ناروغيو مخنيوي کې مرسته کوي

روغتیا

تور مرچ د پنځو دماغي ناروغيو مخنيوي کې مرسته کوي

706

تور مرچ هغه څه دی چې بايد جلا پاملرنه ورته وشي او له نظره ونه غورځول شي. د غذايي موادو د جذب د ښه کولو او د سرطان د مخنيوي سربېره تور مرچ د دماغو يا مغزو په روغتيا کې هم ستره مرسته کوي.

روغتياپوهانو دماغو ته د تورو مرچو ګټې په لاندې توګه په ګوته کړي:

پارکينسن ناروغي: په ۲۰۱۲ز کې له خپرې شوې يوې څېړنې سره سم تورو مرچو کې پرته ماده «پيپرين» د هغو انزايمونو په غښتلتيا کې مرسته کوي، چې ډوپامين ماده له منځه وړي، دا ماده هغه څه دي چې کمښت يې له پارکينسن ناروغۍ سره تړلي دي.

الزايمر: په «الزايمر» مجله کې خپرې شوې يوه بله څېړنه کې ويل شوي، چې په پرله‌پسې توګه خوړو کې د تورو مرچو ورزياتول د الزايمر ناروغۍ مخه نيسي.

خپګان: هغه وګړي چې اوږدمهالي خپګانه ځورېږي، تور مرچ دې ډېر خوري. ځکه کېدی شي لامل يې دماغو کې د هغو کيمياوي توکو نه شتون وي، چې تور مرچ يې د بدن دې برخه کې په بېرته پيدا کولو کې مرسته کوي.

مېرګي: په ۲۰۱۲ز کال کې په «فارماسوټيکل» مجله کې خپره شوې يوه څېړنه کې موندل شوې ده، چې په تورو مرچو کې «پيپرين» ماده د دماغو «نيوروټرانسمېټرونه» يا عصبي لېږدوونکي له هغو ترشحاتو ژغوري چې د مېرګيو له حملې سره اړيکه لري.

دماغي سکته: په «د زړښت د ناروغيو امريکايي مهالنۍ» کې خپره شوې څېړنه کې ويل شوي، چې تور مرچ داسې غوړ لري چې که څوک له دماغي سکتې سره مخ وي يا د څه شي تېرولو کې ستونزه لري، نو دا غوړ يې ستونزه اواروي.



اعلان