د کابل او منځنۍ اسیا د هېوادونو ترمنځ الوتنې

پام وړ

د کابل او منځنۍ اسیا د هېوادونو ترمنځ الوتنې

173

افغانستان له منځنۍ اسیا سره پخوانۍ او پراخې اړیکې لري. په تاریخي لحاظ زیاتره مهاجرتونه له منځنۍ اسیا څخه افغانستان ته شوي دي. له دې ور اخوا، افغانستان د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره ایتنینکي او ژبنۍ اړیکې هم لري.

وروستیو کې افغان حکومت هڅې پېل کړي څو هغه اقتصادي تکیه چې افغانستان يې پر پاکستان او ایران لري راکمه او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره سوداګري پراخه کړي.
د دې موخې له پاره ولسمشر اشرف غني د منځنۍ اسیا ځینو هېوادونو ته سفرونه هم کړي او بېلابېل تړونونه يې ور سره لاسلیک کړي دي. د دې تر څنګ د لومړي ځل له پاره د چین سوداګریز توکي د منځنۍ اسیا له لارې په اورګاډي کې افغانستان ته راورسېدل.
د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د افغانستان اړیکې ډېر ارزښت لري. همدې ته په کتو تاسو ته د کابل او د منځنۍ اسیا د یو شمېر هېوادونو تر منځ د الوتنو مالومات وړاندې کوو.
تاجکستان
د تاجکستان پلازمېنې دوشنبې ته افغان خصوصي شرکت کام ایر الوتنې کوي. د کابل-دوشنبې تر منځ شاوخوا دوه ساعته سفر دی. د کام ایر یو طرفه ټېکټ نږدې ۱۹۶ ډالر دی.
فلای دوبۍ هم له کابل څخه دوشنبې ته الوتنه لري چې دوه طرفه ټېکټ يې ۱۱۵۷ ډالر دی. فلای دوبۍ له کابل څخه نېغ دوشنبې ته الوتنه نه لري، نو ځکه يې د ټېکټ بیه لوړه ده. فلای دوبۍ زیاتره وخت له کابل څخه دوبۍ او بیا دوشنبې ته ځي.
فلای دوبۍ اوونۍ کې دوه ځل دوشنبې ته سفر کوي.
ازبکستان
تاشکند د ازبکستان پلازمېنه ده. تاشکند ته کام ایر هم الوتنه لري.
فلای دوبۍ هم الوتنه لري، خو د ټېکټ بیه يې لکه د دوی د نورو الوتنو په څېر لوړه او تاشکند ته نېغه الوتنه نه لري. د دوه طرفه ټېکټ بیه يې ۸۹۲ ډالر ده.
د کابل-تاشکند تر منځ واټن نږدې اته سوه کیلومتره دی.
ترکمنستان
عشق اباد د ترکمنستان پلازمېنه ده. منل شوی هوايي شرکت ترکش ایرلاین عشق اباد ته په اوونۍ کې دوه ځل سفر کوي، خو د دوی سفر هم نېغ له کابل څخه عشق اباد ته نه دی، بلکې لومړی استنبول ته ځي او بیا عشق اباد ته ځان رسوي چې دغه ټول واټن نږدې په شپږ نیم ساعتونو کې وهي.
قېرغېسستان
بېشکېک د قېرغېسستان پلازمېنه ده. قېرغېسستان ته فلای دوبۍ او ترکش ایرلاین الوتنې کوي.
فلای دوبۍ لومړی دوبۍ او بیا بېشکېک ته ځي. ترکش ایرلاین بیا لومړی استنبول ته ځي او له هغه ځایه ځان قېرغېسستان ته رسوي.
دغه سفر نږدې نهه ساعته وخت نیسي.
قزاقستان
قزاقستان د منځنۍ اسیا بل هېواد دی. کام ایر شرکت الماتا ته اوونۍ کې یو ځل الوتنه لري چې شاوخوا دوه ساعته وخت نیسي.
د کام ایر الوتکه پرته له تمېدو الماتا ته ځي.
فلای دوبۍ هم الماتا ته ځي، خو دوی لومړی دوبۍ او بیا الماتا ته ځان رسوي.
الماتا د قزاقستان پخوانۍ پلازمينه او مشهور ښار دی چې د قرغیزیستان پولې ته نږدې موقعیت لري
د منځنۍ اسيا هغو هيوادونو ته چې له افغانستان سره پوله لري تر ټولو ارزانه سفر د ځمکې له لارې دی.
د تاجکستان پلازمینه دوشنبه د افغانستان له سرحد سره زياته فاصله نلري او د افغانستان د کندوز ولایت له مرکز نه د دوشتبې ښار ته يوازي څو ساعتونه د موټر مزل دی. همداراز د مزار له حیرتان نه د ازبکستان پلازمينې تاشکند ته همدار د هرات ولایت له تورغونډۍ ښارګوټې نه د ترکمنستان پلازمينې عشق اباد ته هم د ځمکې له لارې سفر اسانه او ارزانه ده.



اعلان