"ټرمپ تور پوستي افریقایان ډېر احمقان بللي"

راپورونه

220

د امریکا د ولسمشر پخواني وکیل او د هغه معامله کوونکي د ډونلډ ټرمپ له لوري د تور پوستو په اړه له څو خبرو پرده پورته کړې.
مایکل کوهن ویلي، د ۲۰۱۶ ز کال ټاکنیزو منډو ترړو پر مهال چې کله موږ د افریقایي-امریکایانو رایه کاروونکو په اړه خبرې کولې، نو ټرمپ وویل، تور پوستي ډېر احمقان دي چې ما ته رایه راکوي.
کوهن د ټرمپ له لوري د تور پوستو په اړه د څو نورو څرګندونو یاده هم کړې.
کوهن دا خبرې له یوې امریکایي رسنۍ سره کړي چې سي این این ته هم د کوهن یوې نږدې سرچینې تایید کړي دي.
دا خبرې داسې مهال رسنیو ته راوځي چې امریکا د منځنیو ټاکنو د تر سره کولو په درشل کې ده.



اعلان