قرضاوي: لويديځ ترکيه نه پرېږدي، ځکه نه غواړي چې بيا يو ستر امت شي

سيمه او نړۍ

قرضاوي: لويديځ ترکيه نه پرېږدي، ځکه نه غواړي چې بيا يو ستر امت شي

325

د مسلمانو عالمانو د نړيوالې ټولنې رييس دکتور يوسف قرضاوي څرګنده کړې ده، چې لويديځ د ترکيې ځپلو ته فرصتونه لټوي ځکه نه غواړي چې بېرته د يوه ستر امت په څېر راپورته شي.

قرضاوي دا خبرې تېر ماښام استنبول ښار کې د يادې ټولنې په پنځمه غونډه کې کړې دي.

هغه زياته کړه: «ترکيه –له خپلې ځانمردۍ او ځواک سره- هغه کسان يې د ځپلو هڅې کوي چې نه غواړي دا امت يو ستر امت شي، غرب د دې ترشا ولاړ دی، نږدې وه چې هغوی په دې کار کې بريالي شي، که الله د ولسمشر طيب اردګان او د هغه د ورونو مرسته نه وی کړی، الله دوی ټينګ کړل، بريا يې دوی ته ورکړه او د نورو له شرونو يې وساتل».

د اسلامي نړۍ د عالمانو د ټولنې رييس څرګنده کړې، چې «تر څو پورې چې ريښتوني مسلمانان له اردګان سره وي، الله به يې مرسته کوي».

«اسلامي نړۍ له بې شمېره ستونزو سره لاس او ګرېوان ده او ترکانو سره ټول ځکه جنګېږي چې دوی د امت ننګه کوي». قرضاوي دې ته اشاره کړې چې الله په ټولو هغو توطيو کې د ولسمشر اردګان مرسته کړې چې په وروستيو کې ورسره مخ و.

نوموړي د اردګان په واکمنۍ کې د ترکيې د پرمختګ ستاينه کړې ده.

د ټولنې عمومي منشي دکتور علي قره داغي پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې په دې غونډه کې چې له ۱۰۰۰ ډېرو عالمانو او له ۵۰ ډېرو اسلامي ټولنو په کې ګډون کړی، د ټولنې رييس، عمومي منشي او نور مسوولين به هم بدل شي. دکتور يوسف قرضاوي هم خپلو خبرو کې ويلي، چې مشري به نورو ته پرېږدي او دا به يې دلته وروستۍ خبرې وي.



اعلان