کابل کې وژل شوی امریکایي پوځي امریکا کې ښاروال و

سيمه او نړۍ

کابل کې وژل شوی امریکایي پوځي امریکا کې ښاروال و

361

پرون کابل کې د یوه افغان عسکر له لوري په امریکایي يوځیانو ډزې وشوې چې پایله کې یې یو امریکایي عسکر ووژل شو او یو بل ټپي شو.
ناټو په یوه اعلامیه کې د پېښې تایید کړی.
سي این این په خپل رپوټ کې لیکلي چې برېنټ ټېلر د امریکا اوته کې د یوه ښار ښاروال و.
دی افغانستان ته د جګړه ییز ماموریت له پاره راغلی و.
ټېلر چې پنځلس کاله وړاندې یې واده کړی و، اووه ماشومان ترې پاتې شول. د اوته ښار اوسېدونکي د ټېلر په وژنه سخت خپه او غمجن دي.
رسنۍ وایي، د ټېلر د وژل کېدو تمه نه وه.
د نوموړي وژونکی افغان عسکر د نورو افغان عسکرو له لوري په ډزو وژل شوی.



اعلان