د ډېورنډ کرښې په اړه د امریکا دریځ

نظر او تحليل

د ډېورنډ کرښې په اړه د امریکا دریځ

328

زاهدخلیلي

څو ورځې وړاندې ځینو افغان رسنیو د یوه امریکایي سناتور براډ شېرمن له خولې ولیکل، امریکا باید له افغانستان سره خپلې مرستې د ډېورنډ کرښې په رسمي کېدو پورې مشروطې کړي.

دا خبر د تېر کال و، نه پوهېږم څه ډول او د کومې موخې لپاره یو ځل بیا افغان رسنیو کې راپورته شو.

د ډېورنډ کرښې په اړه د امریکا دریځ له پخوا مالوم دی. د پاکستان له جوړېدو وروسته چې د ظاهر شاه په مشرۍ حکومت د دې کرښې نړیوال حیثیت په یو اړخیز ډول له منځه یووړ او د قومي، ژبنیو او اخلاقي اصولو پر بنسټ یې له کرښې هاخوا د پښتونستانیانو ملاتړ وکړ، امریکا د افغانستان دغه دریځ تایید نه کړ.

صمد غوث لیکلي، د ۱۹۵۳ ز کال په ډسمبر کې چې د امریکا مرستیال ولسمشر رېچارډ نېکسن کابل ته راغی، افغان مشرانو ته يې وویل چې د پښتونستان مسئله نوره باید ختمه شي. د نېکسن په وینا، افغانستان پرته له کوم دلیله له پاکستان سره شخړې ته ننوتی دی. افغانستان د نېکسن دغو خبرو سخت خپه او غوسه کړی و.

په ورپسې کال چې محمد داود خپل ورور او د بهرنیو چارو وزیر محمد نعیم واشنګټن ته د پوځي مرستې د غوښتنې په پار واستول، نو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ډالس ترې وغوښتل چې د پښتونستان مسئله حل کړي.

د امریکا له لوري افغانستان ته د پوځي مرستو ورکړه د پاکستان په خوشالولو او له ملي داعیو په لاس اخیستو پورې تړلې وه چې دې د افغانستان-امریکا اړیکې یې بې خونده او سړې کړې. د افغانستان د ۱۹۵۵ ز کال لویې جرګې، نېشنلېسټ محمد داود ته اجازه ورکړه چې د پوځ د عصري کولو لپاره له هر هېواده چې وغواړي، مرسته اخیستی شي.

څرنګه چې امریکا له افغانستان سره خپلې مرستې د ډېورنډ او پښتونستان مسئلو له پرېښودلو سره تړلې وې، نو افغانستان د افغانستان د دریځ د هغه مهال ملاتړي هېواد (روسیې) ته مخ واړاوه. له دې سره هغه وېره چې افغانستان به د روسیې تر نفوذ لاندې راشي، سوکه سوکه رښتیا کېده. امریکا په لوی لاس افغانستان د روسيې غېږې ته وروغورځاوه.

امریکا او ایران پر افغانستان، په ځانګړي ډول پر افغان پوځ باندې د روسیې د نفوذ مخالف وو او ترې وېرېدل، خو د افغانستان د ملي داعیو له امله د افغانستان او پاکستان ترینګلې اړیکې هغه څه وو چې د افغانستان-امریکا پوځي اړیکې يې نږدې کېدو ته نه پرېښودې.

له لومړي وزارته د محمد داود د استعفی یو لامل له پاکستان سره د محمد داود د حکومت ترینګلې اړیکې وې. هغه مهال نږدې دوه کاله د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې او سوداګري په ټپه ولاړ وو. د داود له استعفی وروسته سیمه کې د امریکا د یوه ډېر نږدې ملګري، د ایران د پاچا په منځګړيتوب د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې بیا ورغېدې.

خو امریکا هېڅکله هم د ډېورنډ کرښې او پښتونستان په اړه د افغانستان د دریځ ملاتړ و نه کړ.

د امریکا د استخباراتو مرکزي ادارې (سي ای اې) په یوه پټ سند کې چې موده وړاندې نشر شوی، راغلي چې امریکا څو ځلې په څرګند او خصوصي ډول ډېورنډ کرښه د نړیوالې پولې په توګه منلې ده.

دې کې د محمد داود د کودتايي جمهوریت دویم کال هم شامل دی. دا داسې مهال دی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړيکې ډېرې ترینګلې دي. د ۱۹۷۴ ز کال په نومبر کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هېنري کسېنجر محمد داود او محمد نعیم ته له پاکستان سره د امریکا د نږدې اړیکو او د پاکستان ځمکنۍ بشپړتیا ته د امریکا د ژمنتیا یادونه کوي.

د شوروي ضد افغان، پاکستانۍ او پای امریکایۍ جګړې او وروسته د جهادیانو د انارشۍ او طالبي نظام پر مهال وضعیت بدل او دغه دواړې تاریخي، خو پېچلې مسئلې شا ته وغورځول شوې، ځکه افغانستان په هغه ځای کې نه و چې د خپلو تعریف شویو ملي داعیو لپاره پیاوړی غږ پورته کړي. دغه وختونو کې د افغانانو لومړیتوب یوازې او یوازې جګړې او وژنې وې او امریکا هم د خپلې لویې موخې له ترلاسه کولو وروسته افغانستان د پاکستان رحم ته پرېښی او خپلې پښې یې سپکې کړې وې.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال کندهار کې د امریکا سفیر جېمز کنېنګهم او د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي مارک ګروسمن په څرګنده ډېورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ نړیواله پوله وبلله. د ۲۰۱۲ ز کال د اکټوبر په ۲۴مه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دواړو امریکایي چارواکو خبرې تایید کړې او ويې ویل چې ډېورنډ نړیواله پوله ده.

افغان حکومت او عامو افغانانو دغو خبرو ته سخت غبرګون وښود. حکومت وویل چې د دې کرښې په اړه له افغان ولس پرته هېڅوک د خبرو او پرېکړې حق نه لري.

د امریکايي سناتور څرګندونې چې افغان رسنیو کې بیا راتازه شوې، د تمې خلاف او د حېرانۍ وړ ځکه نه دي چې د دې کرښې په اړه امریکا خپل دریځ پخوا څرګند کړی او ان داسې وختونو کې يې افغانستان یوازې پرېښی چې افغانستان کې د دغو ملي داعیو او پاکستان په اړه احساسات توند او سخت وو.

د امریکا له لوري د افغانستان او پاکستان ترمنځ پاکستان ته ارزښت او د افغانستان په مقابل کې پاکستانۍ ګټو او دریځونو ته د امریکا له لومړیتوب ورکولو څرګندېږي چې امریکا، لکه د پخوا په څېر اوس هم او ښايي راتلونکي کې به هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ تل پاکستان غوره او پاکستانۍ ګټو ته به پام کوي.

زموږ دا ادعا د کرزي هغه خبره هم زباتوي چې د امریکا مرستیال ولسمشر جو بایډن افغانستان کې د زرګونو پوځیانو د شتون سربېره ورته وایي چې پاکستان له افغانستانه ورته څو چنده مهم دی.

ډېورنډ کرښه او د برنیو او ښکتنیو قومپالو له لوري هېر شوی پښتونستان د افغان ولس لپاره اوس هم سرې او ملي تعریف شوې کرښې دي.

تېرو کلونو کې د دغو دوو مسئلو پر سر د افغانستان او پاکستان ترمنځ خبره له جګړو، لارو بندولو او پر سفارتونو او بېرغونو تر بریدونو او سوځولو پورې رسېدلې ده.

دا چې امریکايي مشران په سپين سترګۍ د کوربه هېواد ملي داعیې او سرې کرښې مسخره او بې ارزښته کوي، له دې افغانستان ته د امریکا، رښتینوالی، ژمنتیا او ملګرتیا ښه مالومېدای شي.



اعلان