مولانا فضل الرحمن ته د ځان ساتنې خبرداری ورکول شو

راپورونه

مولانا فضل الرحمن ته د ځان ساتنې خبرداری ورکول شو

523

د پاکستان داخله وزارت د مولانا سميع الحق له وژلو وروسته مولانا فضل الرحمن ته د محتاط ګرځيدو او ځان ساتنې خبر داري ورکړ۔

مولانا فضل الرحمن رسنيو ته د مولانا سميع الحق وژنه د ټول امت لپاره غمجنه پېښه ګڼلې اودا پيښه يې د اسلام د دښمنانو عمل ګڼلی.

مولانا فضل الرحمن ويلي د پاکستان ديني مدارس او علما نړيوال کفر نشي زغملی۔

نن ماسپښین په ٣ بجې داکوړه خټک په ښار کې د لکونو خلګو ترڅنګ د پاکستان مهمو دیني او سیاسي څيرو هم د مولانا سميع الحق په جنازه کې ګډون وکړ۔

د پاکستان دپختونخوا ايالت حکومت د ماتم ورځ اعلان کړې او پر دولتي ودانيو يې ملي بیرغ نیمه ځوړند کړې و



اعلان