مسکو د افغانستان د سولې په اړه د غونډې نېټه اعلان کړه

افغانستان

مسکو د افغانستان د سولې په اړه د غونډې نېټه اعلان کړه

226

مسکو اعلان کړې ده، چې د سولې په اړه د مسکو غونډه به د روانې مياشتې پر نهمه نېټه جوړه شي.

د سپوټنيک له راپور سره سم د روسيې د بهرنيو چارو وزارت څرګنده کړې ده، چې دا به په ورته موضوع کې دويمه غونډه وي چې د افغانستان روان وضعيت ته د حل موندلو په پار جوړېږي او د نومبر پر نهمه نېټه به وي. دې وزارت زياته کړې چې غونډه کې به د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران او ځانګړي استازي ګډون وکړي.

د روسيې د بهرنيو چارو د وزير سرګي لاوروف مرستيال به دغه غونډه پرانېزي.

سرچينه خبر ورکوي چې د سولې په اړه د مسکو دې غونډه کې به د افغانستان، هند، ايران، چين، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان، کزاکستان، کرغيزستان، او ازبکستان استازي ګډون وکړي او دغه راز متحده ايالات هم وربلل شوي دي. د رويټرز له راپور سره سم ولسمشر غني نيت لري چې دې غونډې ته د سولې د عالي شورا يو پلاوی واستوي.

سپوټنيک نيوز خبر ورکړی چې د لومړي ځل لپاره به دې غونډه کې قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر يو پلاوی هم ګډون وکړي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت يو ځل بيا ټينګار کړی چې د افغانستان د کړکېچ اواری يوازې له سياسي لارې شونی دی، چې ښکېل اړخونه او د سيمې هېوادونه په کې ګډون وکړي.

هېره دې نه وي چې روسيې په تېر اګست کې د دې غونډې د جوړولو وړانديز وکړ او وروسته يې وويل چې سپتمبر کې به دا غونډه ترسره شي، خو له سرچينو سره سم د افغان حکومت په غوښتنه دا غونډه ځنډول شوې وه.



اعلان