د اسراییلو لومړي وزیر له ټرمپ غوښتي چې د خاشقجي مسله کې سعودي سره ودرېږي

سيمه او نړۍ

د اسراییلو لومړي وزیر له ټرمپ غوښتي چې د خاشقجي مسله کې سعودي سره ودرېږي

88

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د امریکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ څخه غوښتي د سعودي له لوري وژل شوي ژورنالېست جمال خاشقجي په مسله کې د سعودي ملاتړ وکړي.

دغه خبره امریکايي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ د امریکايي چارواکو له خولې لیکلې ده.

ویل کېږي، د مصر ولسمشر فتاح سیسي او بنیامین نتنیاهو له ټرمپ غوښتي چې د محمد بن سلمان ملاتړ وکړي، ځکه هغه سیمه کې سټراټېژيک ملګری دی.

محمد بن سلمان له تېرې یوې میاشتې راهیسې تر فشار لاندې دی. د ده په اړه ویل کېږي چې د خاشقجي د وژلو امر یې ورکړی و.

خاشقجي د اکټوبر میاشتې په دویمه نېټه د ترکيې استنبول کې سعودي کونسلګرۍ ته ورغلی و، خو بیا بېرته بهر نه شو. څو ورځې بې درکه و. وروسته سعودي ومنله چې خاشقجي وژل شوی دی.

د خاشقجي جسد تر اوسه ورک دی. ویل کېږي چې جسد يې ټوټې ټوټې شوی او د تېزابو (اسیدو) په واسطه له منځه وړل شوی.

ترکیه او نور هېوادونه دغې پېښې سخت غوسه کړي دي.



اعلان