يهودۍ مېرمنې په چټک ډول د بشپړې پردې کولو پر لور روانې دي +انځورونه

راپورونه

يهودۍ مېرمنې په چټک ډول د بشپړې پردې کولو پر لور روانې دي +انځورونه

251

يهوديان د نړۍ هغه خلک دي چې پر خپل مذهب کلک ولاړ دي او دې لور ته يې پاملرنه ډېره ده، په وروستيو څو کلونو کې د يهودو مېرمنې په چټک ډول د بشپړې پردې (حجاب) د خپلولو پر لور روانې دي.

له راپورونو سره سم د حيرانۍ خبره دا ده چې په تېره يوه لسيزه کې د دغو مېرمنو په شمېر کې هيښوونکی زياتوالی ليدل شوی دی.

د يورپين پرس فوټو ايجنسي (اي پي ای) له راپور سره سم د بيت المقدس په بيت الشمس سيمه کې د حريدي يا خريدي په نوم د يهودو يوه ډله اباده ده چې د «روڼ اندۍ، نوي والي، ساينسي پرمختګ او مذهبونو يا دينونو له ازادۍ» سره مخالف دي.

ځانګړې خبره دا ده چې د دې ډلې مېرمنې کلکه او بشپړه پرده کوي او د حريدي برقې په نوم حجاب کې په څو جامو کې ځان نغاړي.

د اسراييلي ورځپاڼې هآرتز له راپور سره سم د دې يهودو په اند داسې بايد د يهودو مېرمنو پت او ناموس وساتل شي او د يهودو نسل خوندي پاتې شي. دوی وايي چې له نن څخه ۳ نيم زره کاله وړاندې د يهودو مېرمنو همداسې پرده کوله.

دا يهود خپلې کوچنۍ لوڼې هم په کلکه توګه په پرده يا حجاب کې ساتي او له ډېرو هغو درملو او فعاليتونو يې لرې ساتي چې د خلکو تر منځ يې جنجالونه را ولاړ کړي دي.

دغه مېرمنې په دې اند دي چې داسې يې خپل ځان هم د سړيو له سترګو ساتلی وي او يهود سړي هم ګناه کې له اخته کېدو ژغوري.

د يادونې وړ ده چې د يهودڼو تر منځ د دې پردې ټينګار په اوسني وخت کې له ۲۰۰۸ راهيسې پيل شوی، چې د بروريا په نوم يوې مېرمنې پيل کړ، هغه مهال د دې مېرمنو شمېر لږ و خو وروسته په چټک ډول ډېر شو.

بروريا هغه مهال د اسراييلو له لوري پر دې تور ونيول شوه چې پر کوچنيانو تېری کوي او هغوی د بنديانو په توګه ساتي، محکمې هغې ته د ۴ کلونو د بند سزا واوروله.
بروريا د زندان پر مهال سړيانو ته له مخامخ ودرېدا او ورتګه هم انکار کړی و.

پوښتنه دا کېږي، چې ايا هغه هېوادونه چې د مسلمانانو پر پرده يا حجاب بنديزونه لګوي، پر دې يهودڼو به هم دا ډول بنديزونه ولګوي او که د تل په څېر به په دې برخه کې هم توپيري چلن ته مخه کړي؟



اعلان