د مولانا سميع الحق د وژنې تر شا پټ حقایق

راپورونه

د مولانا سميع الحق د وژنې تر شا پټ حقایق

927

پرون د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې د پاکستان د جمعیت علما اسلام ګوند د يوې څانګې مشر او د دارالعلوم حقانيه مشر مولانا سمیع الحق په خپل دوهم کورکې د لنډې دمې لپاره تم شو ،ترڅو وروسته په اسلام اباد کې هغې غونډي ته لاړ شي چيرې چې د ديني ګوندونو مشرانو او نامتو دیني عالمانو د پاکستان د سترې محکمې د يوه حکم خلاف غونډه لرله۔

یاده دي وي چې درې ورځې وړاندي د پاکستان سترې محکمې د اسلام د پيغمبر په سپکاوي تورنه عیسایی میرمن په يو ناڅاپي ډول وبښله چې له امله د دیني ډلو اوعام پاکستانی ولس غوسه را وپارړله۔
راولپنډي ته تر تلو وړاندي مولانا سمیع الحق يوې غونډي ته په وينا کې ويلي و، چې د پاکستان ستر قاضي په دې پريکړه د مرګ مستحق دی د هغه د دې وينا ويډيو پرسوشل ميډيا هم خپره شوه. 
له دې سره ځینو نورو دیني مشرانو د پاکستان ستر قاضي او د فوځ مشر دواړه غیرمسلم او د مرک مستحق وګڼل .
دغه ډول فتواوو د حکومت او قضا سخته غوسه را وپاروله او په حکومت کې د ننه يې د ویرې فضا خوره کړه
د پاکستان خفیه ادارو ددغو فتواوو پر سر يوشمير علما تر تعقیب اوتهدیدلاندي ونيول او د پاکستان لومړي وزير د دغو فتواوو پر ضد تونده ویناهم وکړه او دغه خلګ يې د هيواد دښمنان ونومول
راولپنډي ته له رسيدو سره مولانا سمیع الحق ترمازیګر وړاندي په خپله خونه کې ارام کاوه د هغه ساتونکی او ډرایور بازار ته ووتل چې له مازیګره وروسته راغبرګ شول مولانا يې د خوب په بسترکې په په وينو رنګ وموند۔
د پاکستان راولپنډي ښار د پاکستان د جاسوسي ادارو او فوج مرکز دی د فوځ د جي ایچ کيو مشهوره اداره هم پنډۍ کې ده۔
په راولپنډي کې د پاکستان يوشمير مهم اشخاص وژل شوي لکه بي نظیر بهټو، لياقت علي خان ،مولانا اعظم طارق اويوشمېر نور۔



اعلان