په يوولسو طريقو خپله رواني روغتيا وساتئ

روغتیا

په يوولسو طريقو خپله رواني روغتيا وساتئ

72

د انسان رواني روغتيا د هغه له بدني روغتيا څخه هيڅکله هم کم اهميته نه ده، ځکه نو بايد له اندېښنو، خپګانونو، پرېشانيو او نورو ستونزو سره په متوازن ډول د چلن له لارې له خطرناکو رواني ناروغيو ځان وساتل شي.

دلته درته ۱۱ هغه نصيحتونه وړاندې کوو چې د رواني روغتيا لپاره ډېر ګټور دي:

۱- وخت دې ځانګړی کړه، له خپل ځان سره په احترام او سوچ تعامل کوه، د خپلې خوښې کارونو ترسره کولو ته ځانګړی وخت ورکړه، باغچه کې بوخت اوسه او نوي بوټي ونې وکره، يا د لامبو زده‌کړه وکړه، يا د نوې ژبې زده‌کړه پيل کړه او...

۲- ورځ د داسې مشروب په څښلو پيل کړه چې ستا خوښ دی، د بېلګې په توګه قهوه، دا د خپګان کچه راغورځوي، که قهوه نه شې څکلی د شين چای په څېر يو بل مشروب وڅکه او د روح د ارام لپاره څه واوره.

۳- بدن ته دې پام وکړه، دا دې عقلي روغتيا ساتي، ډېر پام کوه چې خواړه دې صحي وي او له سګرټو ځان وساته، اوبه ډېرې څکه. د امريکا د ميشيګان پوهنتون له معلوماتو سره سم دا ټول د خپګان او اندېښنو کمولو او د طبيعت ښه کولو کې مرسته کوي.

۴- ټولنیز ژوند: هغه کسان چې کورنيو او ټولنيزو اړيکو ته ځانګړی وخت لري، روغتيا يې ډېره ښه وي، د کورنۍ له غړو او ملګرو سره د فعاليتونو لپاره پلان ولره يا داسې فعاليت پيل کړه چې له مخې يې نوي خلک وپېژنې.

۵- له نورو سره مرسته: د نورو خلکو سره د مرستې لپاره وخت ځانګړی کړه او خدايي مرسته وکړه، دا مهال به د ډېر ارام احساس وکړې.

۶- اندېښنو سره د چلن طريقه زده کړه: دا داسې حقيقت دی چې له ژونده نه بېلېږي، خو د لوبو کولو، د طبيعت د نندارې، سوچ کولو او يا د خپلې خوښې له ژوي سره د لوبو په څېر فعاليتونه درسره د اندېښنو کمولو کې مرسته کوي.

۷- رښتوني اهداف معلوم کړه: مثلا ته په اکاډيميک، شخصي او يا وظيفوي توګه د يو شي ترلاسه کول غواړې او د دې هدف د ترلاسه کولو لپاره مرحلې له ځان سره وليکه. واقعي اوسه خو چې څه دې په وس نه دي پوره ځان پرې مه ستړی کوه. کومې کوچنۍ برياوې چې ته يې ترلاسه کوې او د خپلو سترو اهدافو پر لور دې پر مخ بيايي، تا ته د خپل ځان د قدر په اړه ډېر ښه احساس درکوي.

۸- روټين بدل کړه: سره له دې چې روټين موږ ته د خونديتابه او سلامتۍ احساس راکوي، خو بدلون ډېر اړين دی، ښايي د ساده کارونو له لارې وي: پر چکر د وتلو تابيا، نوي خوړنځي ته تګ يا د ځينو انځورونو را ځوړندول.

۹- مينه: د دغه شعور څه برخه په خپل ژوند کې يو چا ته خامخا وښکاروه، د امريکا د منټال هيلتس وېبپاڼې له راپور سره سم ژورې عاطفي اړيکې د خوښ ژوند او روغتيا کيلي ده.

۱۰- له نشه‌يي توکو او شرابو لرې اوسه، ځينې وخت ښايي ځينې خلک د ذاتي درملنې لپاره دا توکي وکاروي، خو دا طريقه لا ډېرې ستونزې زېږوي او هيڅ درد نه دوا کوي.

۱۱- د اړتيا پر مهال له نورو د مرستې غوښتنه وکړه.

سرچينه: دويچه ويله



اعلان