چکري مناره

د پرون کيسه

چکري مناره

118

د کابل نه ۱۶ کلومیټر جنوب ختیځ کې ۲۸ نیم میټر لوړه چکري مناره د کشان سلطنت د اوج یوه نښه وه. دا د لومړي میلادي پېړۍ په وروستیو او دویم میلادي پېړۍ په شروع کې له خښتو او پلستر جوړه شوه.
د کابل د شمال نه تر جنوب ۶۰۰ میټر لوړ د غونډیو سلسله ده چې د هندوکش غرونه ښکاري. په جنوب کې دغه غرد یوې بلې هوارې غونډۍ، “شاخ برانتا” سره لګي. د دې بیخ نه لږ ښکته د وریښم لاره وه چې قافلې اوبودایی راهبانو ډلې به پرې تیریدې.
په ۱۰۰ م کې کشان سلطنت د ویما کډ فیسس په حکومت کې ترهند وغځیدو او د تجارتي لارو په خوندي کېدو، د دوی اقتصاد ښه شو. کشان واکمنو د بودایی دین سرپرستي کوله نو په مهمو ښارونو کې د سټوپو او خانقاهو په جوړولو يې لاس پورې کړ. په کابل کې دوی دوه منارونه جوړ کړل چې سانسکرت کې “ستهمبه” نومېږي. لومړی د ښار په جنوب کې ” سرخ مینار” ۱۹ میټر لوړه و. ددې څوکه پخوا ړنګه شوې وه او په ۱۹۶۵ م کې د یوي زوره ورې زلزلې يې پاتې برخه ونړوله. دویم ” مینار سیاه” په نوم مشهور و چې وروسته خلکو “مینار چکری” کړو.
په ۱۹ میلادي پېړۍ کې کله چې بهرنیان په لومړی ځل د افغانستان لرغوني ځایونه ولیدل نو په غونډیو جوړ منارونه او سټوپې ورته حیرانوونکي وو. چکري مناره په لومړي ځل چارلس مېسن” په نښه کړه. بیا په ۱۸۳۴ م کې یو انګریز جاسوس “جیرارډ” بخارا ته په لاره، دا مناره ولیده او پخپلو یادښتونو کې يې زکر وکړو. په دغسې منارو کې مجسمې یا بل څه تبرکات نه وو نو ځکه بهرنیانو پرې پام ونکړو.
په ۱۸۴۱ م کې کله چې چارلس مېسن لندن ته لاړو نو د “یوناني منارې” په اړه يې لیکنه وکړه او ورسره په لاس جوړ د دې انځورهم خپور کړو. د میسن انځور الګزانډر کننګهم هم ولیدو چې هغه وخت د هند د لرغونو اثارو د شعبې مشر و. دی په ۱۸۷۲ م کې کابل ته ورغلو، مناره يې پخپله ولیده نو څرګنده شوه چې دا یوناني جوړښت نه و بلکه کشان وختونو کې جوړ شوی وو. هغه وولیکل چې د دواړو منارو اصل دکانچه په لاس هواره کړې شوی وه.
په ۱۸۸۰ م کې انګریزانو د دویم جنګ نه وروسته خپل مخالفان لټول. دوی د منارې غر ته هم وختل او هغه وخت یوعکاس جان برک د منارې عکسونه واخیستل چې په ۱۸۸۱ م کې د برطانیې پوځي مجلې کې خپاره شول. د دې سره يې تفصیل هم لیکلې و چې د سلیټ په تیږه جوړدغه مناره پوخ بنسټ لري. هغه وخت د دې زړښت د ۲۰۰۰ او ۳۰۰۰ کاله ترمنځ اټکل شو ځکه د کشانیانو په اړه چا معلومات نه لرل.
د ۲۰ پېړۍ په منځ کې په دغو منارو نورې څیړنې وشوې. “کلاس فیشر” په ۱۹۵۵ م کې ورباندې څېړنې وکړې او د هغه په مشوره، یو مهندس کرسټوف ډورنیخ په ۱۹۶۵ م کې مناره کچ کړه. د ۱۹۷۴ م او ۷۶ م کلونو ترمنځ برطانوي او افغان لرغون پوهانو د چکري منارې جاج واخیستو چې جنوب ختیځ لوري ته ۴ درجې کږه شوې وه. دوی ورته په بیخ کې د تیږو او سیمټو اډاڼه جوړه کړه ځکه د اصل دکانچې بیرته جوړول ورته ګران او د منارې د ړنګیدو خطر يې لرلو. ورسره د دې په جوړښت کې کارول شوي مواد يې تجزیه او تحلیل کړل. دوی د منارې د ټینګولو لپاره ور سره د اوسپنې ” قوازه” ولګوله او د دې په رغولو ګوتې پورې شوې.
د منارې د بیخ دکانچه ۸ مربع میټرپلنه وه. د دې لومړي انځورونه ښایی چې دغه پلیټ فارم ډېرپراخ نه و. د دې منځ کې ګول ستنه ۱۲ میتر لوړه وه. جنوبی اړخ يې د هوا او د باران او واورې له کبله رژیدلې او کوږ ښکاريدو. د منارې بره خوا د هغو ستنو په شکل وه چې په ۳ ق م پېړۍ کې اشوکا باچا له خوا ټول هند کې ځای ځای ودرول شوي و او د هخامیني دورې د پارس د ستنو په شکل جوړیدل. خو په چکري منارې هندي ډول نقشونه وو چې د بودایی سټوپو او مجسمو سره د اوبدلې ټوکرۍ په شان ښکاري. که څه هم کشان باچاهانو بودایی دین منلې و خو هغوی د پارس زردشتي او د هند برهمني مذهب ته هم درناوی کوو. هم هغه وه چې په چکري مناره د دریو واړو ادعیانو نښې ښکاري. د کشان وختونو په یوې سکې، یو اړخ ته د اورتون او بلې ته د څرخ نښه ده.
داسې اټکل کېږي چې ممکن ذردشتیانو دلته عبادت کوو ځکه دا د اورتون نښه هم وه او د سرخ کوتل عبادت ځای په شان ښکاریده. د دې منارې د پاسه لګیدلې تیږه د شا وخوا غرونو نه توږل شوی وه چې کمرنګ ګرینایټ او شین سلیټ دی. د خښتو د پاسه ۳۰- ۵۰ سینټي میټر پرېړ د مسالې پوښ و او د خښتو په درزونو کې د سلیټ خاوره کارول شوی وه. د منار په منځ کې د ګرنایټ کلکه تیږه او مساله ډکه وه. د شوخ رنګ تیږي لوی دړې ځای ځای ورباندې خښې وې چې دننه مساله پرې ټینګه وه. دغه تیږې په لږ فاصله بهر ته راوتلي دي چې منار ته يې ښکلا وربخله. د منار د پاسه د برسنډې د ګل نقشونه د بودایی دورې جوړښت و. دغه ډیزاین د سوات د مینګورې یو منار سره ورته و چې اوس نه ده پاتې. د دې دننه چې مساله په کوم ډول ډکه ده هغه په نورو بودایی جوړښتونو کې هم ښکاري. د دغې منارې سره په ۱۸ پېړۍ کې یوڅو کورونه اباد شول چې “چکري کلی” نومېږي.
چکري مناره د مسلمانانو، د چنګیز او د نورو ځواکونو د ۱۲ نه زیاتو لویو حملو او جنګونو سره سره ۱۷۰۰ کاله ټینګه پاتې وه. بیا په ۱۹۸۳ م کې د شوروي یرغل په وخت، د دوی عسکرو په منارې نښې ویشتلې. هغه وخت ددې بهرنی پوښ ورژیدو او دننه خښتې بربنډې شوې. تر بل کال ددې په سر لوی چتر راپریوتو. خو مناره تر ۱۹۸۰ م هم په خپل ځای ولاړه وه. ورپسې کلونو کې یو څو زلزلو د دې بیخ کمزورې کړو او اخر په مارچ ۱۹۹۸ م کې چکري مناره پخپله راپریوته.
صفیه حلیم

آریانه اینټیکوه. د افغانستان د لرغونو توکو او سکو حال. ایچ- ایچ – ولسن. د چارلس میسن له خوا د ودانیو د تفصیل سره. ۱۸۴۱م. د سنګ میل لاهور بیا چاپ. ۲۰۰۲ م. ۱۱۴ مخ

د لیکوالې له بلاګ څخه



اعلان