سمیع الحق څنګه ووژل شو؟

سيمه او نړۍ

سمیع الحق څنګه ووژل شو؟

671

څو شېبې وړاندې د پاکستان د جمعیت علماء اسلام (س) او په اکوړي کې د لویې دینې مدرسې مشر مولانا سمیع الحق د نامالومه کسانو په برید کې ووژل شو.
لومړني رپوټونه وایي چې دی په راولپنډۍ ښار کې په خپل کور کې د چاقوګانو په واسطه داسې مهال وژل شوی چې کور کې ور سره څوک نه وو.
مولانا احمد شاه چې د جمعیت علماء اسلام یو بل امیر دی او ویل کېږي چې سمیع الحق سره نږدې و، د ده د وژل کېدو تایید یې کړی دی.
احمد شاه ایکسپرېس نیوز ته ویلي چې سمیع الحق همدا نن له نوښار څخه راولپنډۍ ته راغلی و.
دی زیاتوي چې سمیع الحق لومړی په برید کې ټپي شو چې نږدې روغتون ته د درملنې په موخه وړل کېده، خو د ټپونو له امله یې ساه ورکړه.
د سمیع الحق زوی حامد الحق د خپل پلار وژنه تایید کړې.
د روغتون چارواکي وایي چې سمیع الحق په سر او سینه د چاقوګانو په واسطه وهل شوی چې ټپونه یې ژور و.
سمیع الحق چې عمر یې له اتیا کلونو ډېر و، کلونه د حقانیې مدرسې مشر و او اوس یې هم دا دنده پر مخ وړه.



اعلان