طالبان: د فراه د چورلکې د مړو جسدونه تبادله کوو

افغانستان

طالبان: د فراه د چورلکې د مړو جسدونه تبادله کوو

190

طالبانو په يوه تازه اعلاميه کې پر حکومتغږ کړی چې په فراه کې د غورځول شوې الوتکې ٢٨واړه جسدونه به دولت ته د سره صلیب په واسطه هغه وخت وسپاري چې دوي ته د قومندان رازق د قاتل طالب ذبیح الله ابودجانه جسد ور وسپارل شي ترڅو يې کورنۍ خاوروته وسپاري

د طالبانو په اعلاميه کې ويل شوي چې دوه ورځې وړاندي دوي د فراه اوهرات ترمنځ د جمال غازي په سيمه کې د دولت يو چورلکه راغورځولې وه چې ٢٨تنه مامورين ليږدول او په دي کې د دولت مهم چارواکې هم و۔

چې دا ټول جسدونه راسره دي او دولت ته مو خبر استولي چې دغه جسدونه د قومندان عبدالرازق د قاتل په بدله د سره صلیب له لارېراسره تبادله کړي خو دولت تراوسه موږ ته جواب نه دی راکړی.



اعلان