محمد بن سلمان ماڼۍ کې له عیسویانو او د اسراییلو له ملاتړو سره دوه ساعته ناسته کړې

سيمه او نړۍ

محمد بن سلمان ماڼۍ کې له عیسویانو او د اسراییلو له ملاتړو سره دوه ساعته ناسته کړې

182

د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان په شاهي ماڼۍ کې د انګلېکن عیسوي مذهب له استازو سره کتلي دي.
د دوی تر څنګ یې یو ځای امریکا کې د اسراییلو له یو شمېر ملاتړو سره هم کتلي چې ناستې یې دوه ساعته دوام کړی دی.
دا سعودي کې کم سارې پېښه ګڼل کېږي.
الجزیرې د دوی له لوري د یوې خپرې شوې اعلامیې له مخې لیکلي چې د امریکا د کانګرېس پخواني غړي مایکل بېکمن هم ور سره مل و.
غونډه کې د امریکا د انګلېکن مذهبي سازمانونو مشرانو هم ګډون کړی و.
دوی د سعودي د بهرنیو چارو له وزیر او واشنګټن کې د امریکا له سفیر سره هم کتلي دي.
ځینې رپوټونه وایي چې د سعودي-ایران تر منځ ترینګلې اړیکې او سیمه کې ګډې ګټې به سعودي او اسراییل سره نږدې او د تهران پر ضد به ګډ کار وکړي.
خلیج کې د سعودي ځینو نږدې عرب هېوادونو د اسراییلو سره د ښو اړیکو په اړه مثبت سېګنالونه ورکړي دي.
بن سلمان هم تېر اپرېل میاشت کې ویلي وو چې اسراییل په خپله خاروه په سوله کې د اوسېدو حق لري، خو هغه خاوره چې فلسطینیان او زیاتره مسلمانان یې د اسراییلو خاوره نه ګڼي.
د اسراییلو دولت په ۱۹۴۸ ز کال کې د فلسطین په خاوره رامنځته شو.



اعلان