حماس عربانو ته: خپلو هېوادونو ته مو نه پرېږدئ، خو له دښمن اسراییل سره مو اړیکې جوړوئ

سيمه او نړۍ

حماس عربانو ته: خپلو هېوادونو ته مو نه پرېږدئ، خو له دښمن اسراییل سره مو اړیکې جوړوئ

153

د فلسطین د حماس غورځنګ یوه مرکزي غړي له اسراییلو سره د یو شمېر عرب هېوادونو د اړیکو عادي کېدل غندلي دي.
میډل ایسټ مانېټر د موسی ابو مرزوق له خولې لیکلي، دا عحیبه ده، هغوی خپلو هېوادونو ته د فلسطینیانو د ورتګ او (هلته) د کار کولو مخه نیسي، خو کله چې د دوی (فلسطینیانو) له دښمن (اسراییل) سره د اړیکو د عادي کېدو خبره راشي، نو وایي چې دا د فلسطین د زیانونو (دردونو) د پای ته رسولو له پاره کوو.
مرزوق دا خبرې وروسته له هغه کوي چې د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو څو ورځې وړاندې عمان ته لاړ او هلته یې د عمان له پاچا او نورو لوړ پوړو چارواکو سره وکتل.
دا په تېرو شاوخوا شلو کلونو کې لومړی ځل و چې کوم لوړ پوړی اسراییلی چارواکی عمان ته سفر کوي.
له سفر وروسته د عمان د بهرنیو چارو وزیر وویل، د دې وخت دی چې اسراییل سیمه کې د یوه هېواد په توګه ومنل شي.
عمان او اسراییل ډېپلوماټیکي اړیکې نه لري.
ویل کېږي د اسراییلو او سعودي په مشرۍ د یو شمېر عرب هېوادونو تر منځ د پردې تر شا د اړیکو د جوړېدو هڅې روانې دي.



اعلان