غني: د چارو د بشپړولو له پاره ولسمشرۍ ته بیا کاندید کېږم

افغانستان

غني: د چارو د بشپړولو له پاره ولسمشرۍ ته بیا کاندید کېږم

167

ولسمشر اشرف غني وایي، د راتلونکي زېږدي کال ولسمشریزو ټاکنو کې بیا ودرېږم. نوموړي ویلي، کاندیدي مې د پېل شویو چارو د بشپړولو له پاره ده.
نهه شپېته کلن غني له بلومبرګ رسنۍ سره خبرو کې ویلي، طالبان باید له افغان حکومت سره خبرې وکړي، څو اوولس کلنه جګړه پای ته ورسېږي.
امریکا تر اوسه دغې جګړه باندې نهه سوه میلیارده ډالر لګولي دي.
د غني په خبره ترهګر غواړي چې زموږ ښکلې خاوره د تاوتریخوالي په ځمکه بدله کړي.
غني بلومبرګ ته دا خبرې داسې مهال کوي چې د احمد شاه ابدالي تصویر یې په خونه کې لګېدلی. دا د افغانستان بنسټ ایښودونکی ګڼل کېږي.
غني دا هم غواړي چې د امریکا سیاله روسیه افغانستان کې د ترهګرۍ ضد جګړه کې شامله کړي.
غني د افغانستان د طبیعي زېرمو په اړه وایي، په څلوېښتو کلونو کې موږ په لومړي ځل د طبیعي پانګې پرمختګ باندې تمرکز وکړ.
ویل کېږي افغانستان تر درې ټرېلیونه ډالر پورې طبیعي زېرمې لري.



اعلان