له شاعر او فنکار، ومان نيازي سره مرکه

مرکې

له شاعر او فنکار، ومان نيازي سره مرکه

148

ځلاند: که څه هم ومان نيازی د ادب او فن په دنيا کې پېژند شوې څېره ده. خو بيا هم د يو انسان ژوند کې ځينې جالب اړخونه وي چې ډېری خلک ترې نه وي خبر، نو لطفا د ځلاند پاڼې لوستونکو ته ځان وپېژنئ.

نيازی: نوم مې عبدالرحمن دی، ومان نیازی تخلص کوم. له شاعري او انځورګري سره مې مینه ده او په دې مینه کې مې تور وېښته سپین کړل. ماشومتوب مې غزني کې تېر شوی نور کابل کې اوسیدلی یم، په هغه لوی وطن کې یو موټ خاوره هم د ځان په نوم نه لرم، څه موده مې د حقوقو تدریس کړی، کابو یوولس کاله مې له ازادي رادیو سره کار کړی، له نورو مطبوعاتو سره مې هم کارونه کړي. اوس هند کې اوسم، په زاړه ډهلی کې د میرزا اسدالله غالب په کور کې د انځورنو ګالري لرم.

ځلاند: تاسې په افغانستان کې د شاعر په توګه شهرت لرئ او شعرونه مو علاقه مندان هم لري. څنګه مو شاعري شروع کړه، له چا متاثره ياستئ، د چا شعرونه مو خوښ دي او خپل کوم شعرونه مو ډېر خوښېږي؟

نيازی:د شاعري طبعه وه لنډۍ به مې یادولې خوند به مې ترې اخیست، یو وخت مې یو طنزیه شعر ولیکل، خپل یو دوست ته مې وښود هغه وهڅولم چې شعرونه لیکه ورور مو تجربې کولې، اخر کتاب شو، بیا مې څو نور کتابونه هم چاپ شو، تر ننه پورې روانه ده. زما د خوشال بابا، پسرلي صاحب بیدل او سهراب سپهری شاعری خوښېږي. دوی مې خوښېږي او د دوی له کلامونو به متاثره هم یم. خپل شاعري کې مې یو شعر دی سترګو ته لیکل شوی اوس مې هېر دی چې څنګه و، د سکرو بخۍ کتاب کې چاپ شوی.

ځلاند: شاعران په دې باور دي چې ومان نيازی د رومانتيک ادبي مکتب لاروی دی، تاسې په کې څه وايئ، او رومانتيک شعر او ادب څنګه ارزوئ؟

نيازی:د شاعرانو خبره سمه ده، زه خپلو تجربو ته اهمیت ورکوم، ځینې قواعد دي، چې کله پوه شم د احساس بار مې سم نشي وړای، ممکن هغه شېبه سترګې پرې پټې کړم، د رومانتیزم د مکتب په باره کې مو پوښتنه کړې و، د دې مکتب پیروان په خپل وخت کې د منل شویو قاعدو له ګورته ووتل، فردي تجربو ته یې مخه کړه هغه و چې په خپل وخت کې نوی رنګ او باب سو.

زما شاعري، د وخت په تېریدلو سره بدله شوې په شعوري ډول مې د کوم خاص مکتب پیروي نه ده کړې، هسې که شوې نو شوي به وي.

ځلاند: کوم نوښت چې د رسامۍ يا لاسي مجسمو په اړه تاسې کړئ، په افغانستان کې نوی کار دی. لوستونکی ته دغه کار وپېژنئ، دا څه دي، څنګه مو پيل کړ او څه هيلې لرئ؟

نيازی:کوم ډول انځورګري چې زه کوم، دا د غنمو له پلالې څخه کېږي. د غنمو پلاله په مناسبه اندازه پرې کیږي، پر رسم شوي څېز باندې سرش کېږي، بیا د اوتو په ذریعه د هغو رنګ بدلیږي، دا ډول نقاشي په دنیا کې ۲۵۰۰ کاله سابقه لري. ما تر اوسه تر ۵۰۰ډېر داسې انځورونه جوړ کړي، د ایفور کاغذ په اندازه یو انځور ۴۰ ساعته کار غواړي.

زه له شلو کلونو راهیسې دا ډول انځورګري کوم. اوس خو دلته هند کې یم، دلته زه په دې ارت روزګار چلوم خو زه هندوان وینم د کوم چا چې دا ډول کارونه یاد دي، دوی سل دوه سوه نور شاګردان هم چلوي. چې کوم ملک کې امن نه وي هلته هیلې ارزوګانې نه پاللې کېږي.

مننه



اعلان