افغانستان کې د برېښنا د درېیو بندونو د جوړولو کار پېل شو

افغانستان

افغانستان کې د برېښنا د درېیو بندونو د جوړولو کار پېل شو

886

چارواکي وايي، د هېواد په درېيو بېلابېلو ولایتونو کې د برېښنا په درېيو بندونو کار پېل شوی دی. حکومت دغه پروژې خصوصي شرکتونو ته ورکړي دي.

دغو بندونو کې یو د کاپیسا د باغ درې بند دی چې درې سوه مېګا واټه برېښنا به تولید کړي. بل د کابل د سروبي دویم بند دی چې سل مېګا واټه برېښنا به جوړه کړي.

درېيم بند د تخار د ممی کلا دی چې ۴۴۵ مېګا واټه برېښنا به تولید کړي.

د دې تر څنګ د دوه زره مېګا واټه لمریزې برېښنا د تولید چارې هم پېل شوي دي. د اوبو و برېښنا د وزارت سرپرست محمد ګل خلمي ویلي، پانګه وال د انرژۍ په برخه کې پانګونې ډېره لېوالتیا لري.

لمریزه برېښنا به په ځانګړي ډول هغه ولایتونو ته ورکول کېږي چې جاري برېښنا نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان دوه ګاونډيان (ایران او پاکستان) د افغانستان د اوبو مهارولو چارو اندېښمن کړي دي.

ایران وايي، د افغانستان له لوري کافي اوبه نه ورځي چې له امله يې اقتصاد ته زیان رسېدلی دی. د ایران له سیستان-بلوچستان ایالت څخه ډېرو خلکو د وچکالۍ له امله کډې کړي دي.

بل خوا، پاکستان هم د اوبو له کموالي سره مخ دی او د افغانستان له لوري د لږو اوبو په ورتللو او بندونو جوړولو باندې زیاتره مهال اندېښنې څرګندوي.

پاکستان وايي، د افغانستان دولس نوي پلان شوي بندونه ورته ته لوی ګواښ دی.



اعلان